څه وخت چې د اگست په څوارلسمه د پاکستان د آزادۍ ورځ وه . نو زموږ ځینو وطندارانو دا ورځ د تورې ورځ په نوم یادوله. چې په ځواب کې پاکستانیان ډیر ناراضه وو. همداسې یو پاکستاني اشنا خپله گیله رالیږلې وه او ویل ېې چې زه تاسو نه پوښتنه کول غواړم چې ایا د افغانستان د ټول مصیبتونو او مشکلاتو مسول یوازې پاکستان دی او که پخپله افغانان هم څه مسولیت لري.
هغه پوښتنه ما خپل دفیسبوک لوستونکو ته ورسوله او ومې لیکل چې
یو پاکستاني آشنا راته شخصي پیغام کې یو څو ترخې خبرې لیکلي دي او هم د هغه په ژبه ېې درته رسوم
دا تاسو افغانایان چې دا دومره پاکستان پسې خبرې کوئ.زه تاسو نه یو څو تپوسونه کوم .چې جواب ېې راکړئ؟
دا ستاسو د افغانستان خاوره په انگریزانو ستاسو امیر عبدالرحمن خرڅه کړې وه. که زموږ قایداعظم.؟ دا ستاسو امیر امان الله خان پسې خلک ملتان نه درغلي وو که د کلکان نه؟
دا چې تاسو په تیرو کلونو کې ځانته یو اسلامیه کالج،یو شیرپاو هسپتال او یو ریل گاډی جوړ نه کړو .نو زموږ ایجنسو درته ویلي وو چې مې جوړئ که خپلو مشرانو مو عیشونه کول؟
دا راته ووایه چې ستاسو سردار داود خان چا ووژلو؟. ترکي ته ای ایس ای ویلي وو ؟که کارمل د جماعت اسلامي سره کار کوه ؟او که حفیظ الله امین مسلم لیگ کې و؟ دا روسانو ته جنرال ضیا خط لیکلی وه چې په افغانستان حمله وکړي او دا افغان ماجر پاکستان ته چا را غوښتي وو که ستاسو د خپلو دلاسه را ماجر شوي وو؟
تاسو وایئ چې نصیرالله بابر ستاسو جهادیانو ته ټریننگ ورکاوه چې افغانستان وران کړي. نو دوي ماشومان وو چې بابر به ورته ویل چې ووله کابل ووله او دوي به ووشته.. که زموږ پاکستان دومره تکړه وی نو بنگله دیش به ورنه نه تلو. کشمیر به ېې آزاد کړی و کنه. خو خبر دا ده چې بنگالیانو او انډیا والو کې غداران نشته.؟
بس تش د پاکستان گناه درته ښکاري خپل قصور نه منئ.پاکستان درته ویلي او تاسو کړیدي.تاسو خو ووای چې موږ د احمد شاه بابا لمسیان یو .نو څنگه د یو پنجابي کرنل په اشاره خپل وطن ورانوئ.روسان تاسو په ځان راوستل. پخپلو خلکو مو خپله بمونه ورول. خپل مو در په دره کړل. خپل کابل مو وران کړو. بیا وای چې پاکستان دلاسه. نو که اشاره د پاکستان وه نو گوته او ماشه خو ستاسو وه کنه؟.دې خپلو غدرارانو کې یو جټ بټ او چوهدري راته وښایه کنه ؟ یا خان دی. یا ملا دی یا مکتبي.
نو ښه به دا وي چې خپله گناه ومنئ. خپل گریوان کې وگورئ. اول د خپلو منځو نه غداران وباسئ. د پردو وفاداران وباسئ. ترڅو چې خپل ځان سم نه کړئ نو هر چا ته به یو یو غلام په لاس ورځي. انگریز نه واخله پاکستانه پورې هرچاته به یو کلکاني او حقاني تاسو کې پیدا کیږي؟
بیا وای چې پاکستان خراب کړو. خپل کور سم کړئ. ورور مو پخلا کړئ. د بل منل پریږدئ. د پاکستان مرده باد ویلو سره افغانستان نه ژوندی کیږي. گني سبا به هم د تورخم په گیټ همداسې ټیټ سر ولاړ ېئ . ځئ خپل کور ودان کړئ. خپل ځان وپیژنئ.خپل تاوان وپیژنئ. بیا به درته معلومه شي چې گناه د چا ده. خپله د افغان ده که د پاکستان ؟
دا پیغام چې په فیسبوک خپور شو نو یوه غوغا جوړه شوه. په سوو خلکو و خلکو یو بل ته وساتوه .زرو نه زیاتو کسانو ورباندې تبصرې ولیکلې. د هغو تبصرو او نظرونو په اساس مې یوه ورځ پس بیرته هغه پاکستانی آشنا ته ځواب ولیکه او ورته مې ولیکل چې
آشنا ما ستا پیغام ټکي په ټکي خپلو وطنوالو ته ورسولو او هرچا ورته پخپل فکر ځواب ورکړیدی.چا منلی او چا رد کړی .څوک ماته غصه دي او څوک تاته . زما وطنوال وايي چې
چې د دې پاکستاني آشنا ژبه خو زموږه ده خو فکر ېې د بل چا دی.داسې معلومیږي چې تا د افغانستان تاریخ یوازې د خپل سکول په کتابونو کې لوستولی دی او افغانان دې یوازې د ماجرو په کمپونو کې لیدلي دي
.زما خلک وايي چې د افغانستان تاریخ نه په امیرعبدالرحمن شورو کیږي او نه په امیرالمومنین ختمیږي. افغانستان د امیرانو نه ، د خانانو وطن دی. هغه خانان چې تاسو ورته پټان وائ او د خپل عزت لوړولو دپاره وای چې هم پیچهې سې پټان هې. خو موږ وايو چې موږ دواړو خواو نه خانان یو
زما وطنداران وايي چې افغان یوازې هغه نه دی چې د نصیرالله بابر نه شاته او کرنل امام نه مخکې روان وو .بلکې افغان خو د هغو اتلانو نوم دی چې غوري غزنوي او ابدالي یادیږي چې نومونه ېې تاسو په خپلو راکټو او میزایلو ایښي دي او ځان پرې ساتئ.
زما خلک وايي چې د دالو په اندازه وړوکی فکر مه کوه بلکې د پامیر د څوکو نه وګوره نو د افغان شان او د افغانستان د کمال نه به خبر شې
افغانستان خو هغه وطن دی چې په رقبه او نفوس کې به ستا د وطنه کم وي .سواد به ېې هم زیات نه وي . مشکلات به هم لري خو د ګاونډیتوب په هنر ډیر ښه پوهیږي .یاد که هغه وخت چې پاکستان د هند سره په جنګونو و او افغانستان کولی شو چې خپله خاوره ېې ستا خلاف ستا دښمن ته ورکړې وی او د تاریخ حساب ېې درسره برابر کړی وی.خو نه، افغان دومره بې ننګه نه دی چې په ګاونډي به د شا لخوا نه گزار کوي. دوستي هم کوي او دښمني هم کوي خو مخامخ .که د جرمن سره ننگ کولی شي نو د همسایه پت هم ساتلی شي. د چا سفیر او بهیر د پیسو دپاره نه خرڅوي..
زما خلک درته دا هم وايي چې د افغانستان د سیاسي څهرو او دسیسو مسول زما ولس مه ګڼه . هغه پرون هم د کابل په سیاسي جنګ کې سوزیدلی و او نن هم. که حفیظ الله بې کوره کړی نو صبغت الله خرڅ کړیدی . د وطنجار او حکمتیار په شر کې ستا کور ته درغلی . خو خبر نه و چې سبا به همدا تګ ورته پیغور شي. موږ تل د پټو مخونو او سیاستونو دلاسه ځوریدلي يو. د خلکو کور مو کور وران کړو او ستا اسلامي بهاي چارې مې ورور وران کړو.
واوره آشنا افغانانو ځان خراب کړو خو اسلام اباد ېې وساتو. ورشه د جنرال ضیا د قبر نه پوښتنه وکړه. که افغان هم د سب سې پهلې افغانستان نعره وهلې وی او روس ته ېې لاره ورکړی وی نو نن به د پاک سرزمین څه حال و؟
زما وطنداران وايي چې افسوس موږ د خپلو دلاسه نه د دین پاتې شو نه د سادین .نه تور او نه سپین. نن چې زما سیاستوال د کریملن منارې او د اسلام اباد آبپارې گوري او بیا د کابل کنډوالو ته پام وکړي نو خپل سرونه به وهي. چې دا مو څه وکړل او چا دپاره مو وکړل. هغه روس چې نن ېې په یادگارونو ستاسو جنرالان د گلونو گیډۍ ږدي پرون مو ورسره جنگولو او موږ ته کیږدۍ هم نه پریږدئ.
زما وطنوال ستا ټولو خبرو او پیغورونو ته فقط یو ځواب لري چې افغانستان ته د حال په سترگه مه گوره .د یو گاونډی د خیال په نظر ورته وگوروه. هغه افغانستان چې ستاسو اقبال لاهوري ورته د اسیا زړه ویلی دی. نو که آسیا زړه بیقراره وي نو نه به لاهور په ارام وي نه پنچگور. نو که د پښتون کور وران وي .نو د ممنون کور به څنگه اباد پاتې کیږي؟. که همداسې زما د غرونو ونې وهې نو کورونه به دې حتما سیلابونه وړي. که واسکټونه بند نشي نو شیرواني به هم سلامته نه پاتې کیږي. دا وختونو او مصیبتونه به تر شي. خو افغانستان به همدلته وي. نو د لنډې گټې دپاره د اوږدې مودې تاوان مه کوه. په افغان باندې دومره سپک گمان مه کوه.
ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه * زه په دې افتادگۍ کې لوی گړنگ یم
افغان فشتا نه چی فا چا هی ته ورسیږی بیا فارسی شروع کړی ستا ظاهر خان فشتون که ایرانی ولی یی فشتو نه وه زده ۰ ستا داود لیونی ولی فشتو نه وه زده ستا احمد شاه هم فشتو نه وه زده تا ریخ وګوره ستا کار مل هم فشتو نه وه زده تر کی او حفیظ الله دفا چاهی وقت کی دوه یا دری بیانی فار سی ورکړی تر نن ورزی یی قبر معلوم نشو ستا حا مد کزی هم فارسی شروع کړی هر فا رسیبان ته یی تیت سر نیولی وی که نر وی فه فشتو بیا نه ورکړی تو له ورز یی مشوری فار سی هزاره او ازبک سره وی۰تا سو سه فشتا نه یاست سوال ګر مو فه فا کستان او ایران کی زایږی نه کوم کس موچی دیر ی روفی فیدا کړی فه نغمه یی بادوی کوم غریب او بیچاره مو در سره فورته کړل ستا سو داکا خیلو اتن چیانو خو کراچی وشر موله وای دا هم مهاجر دی۰۰۰
داخو پرځای خبره ده چه افغانستان بل چا ند خراب کړی خپله افغانو خراب کړی موږ باید له پاکستان ایران روسیی او امریکی څخه ګیله ونکړو ولی هغو ی خو په ښکاره دوښمنان دی نو هغوی په یو ډول د ډولو غواړی چه داپاکه خاوره او دبی ګناه معسوم او بی خبره افغانانو ژوند خراب او ورڅخه یی واخلی ملامت او ګرم هغه نالایک اوظالم افغانان او خلګ دی چه ددغه ذکرسوو اویا نورو هیوادونوته دخوښی او ارمانونو لپاره یی خپل وژدانونه خرڅ کړی دی او دخپل بیچاره ولس وینه زبیښی
مننه خدای ج دی وکړی چه زما خبر داحقیقت پر بنیاد پر چا بدی ونه لګیږی
داخو پرځای خبره ده چه افغانستان بل چا ند خراب کړی خپله افغانو خراب کړی موږ باید له پاکستان ایران روسیی او امریکی څخه ګیله ونکړو ولی هغو ی خو په ښکاره دوښمنان دی نو هغوی په یو ډول د ډولو غواړی چه داپاکه خاوره او دبی ګناه معسوم او بی خبره افغانانو ژوند خراب او ورڅخه یی واخلی ملامت او ګرم هغه نالایک اوظالم افغانان او خلګ دی چه ددغه ذکرسوو اویا نورو هیوادونوته دخوښی او ارمانونو لپاره یی خپل وجدانونه خرڅ کړی دی او دخپل بیچاره ولس وینه زبیښی
مننه خدای ج دی وکړی چه زما خبری داحقیقت پر بنیاد پر چا بدی ونه لګیږی
محترم عابد صاحب سلامونه ! ستا دلیکنو ولوستلوته هروخت تلولۍ یم چه کوم وخت پر پیښ سم اول یی لولم اوخوند پراخلم . دپورتنی لیکنې څه مي هم دپخوا پشان خوندواخیست اوځوابونه دي دیوبا احساسه ادیب په توګه دګلوهارکړ اودافغانانو وغاړي ته دي واچاوه ، نه پوهیږم چه مقابل لوری ځانته پښتون وایی که نه ؟ ځکه دپښتون له سنګره یی پر پښتون واری کړیدی ماته خو بیګانه معلوم سو ، دی باید دخپلو سوالو جوابونه په تاریخو کي ومومي . او دمولوي عبدالله له تبصري مي ګیله ځکه نه کیږي چه دنوموړي پښتو خو لکه ترکاري ښوروا چه هر څه په ګډ وه ، اوبله داچه دداسې مولوي خواص موږته معلوم دي هرچیري چه غوړهډوکی وویني که په شرق کی وي یا په غرب کي دنومړي علاقه دهډوکي سره وي نه داولس سره . خدای دي هدایت ورکي .مننه
matiullah abid sahib la gowato di jaar sam