ژور خپګان، بده خاطره

کله به مو کورنۍ او خپلوانو کې داسې کسانو سره مخامخ شوي ياست چې ورځنيو چارو ته زړه نه ښه کوي، تل غواړي يواځې واوسي، په وړه خبره غوسه او ژړا کوي، له ځان دردۍ نه شکايت لري، (په نارينه و کې زيات وخت سر درد او د بدن درد موجود وي). د کورنۍ غړي تحقيروي او وهي يې، نو پوی شئ چې دا عزيزان مو په ژور خپګان اخته دي.

زموږ ټولنه کې ځينې خلک وایی چې ژور خپګان (Depression) او اروايي ناروغۍ هسې خبرې دي، که انسان وغواړي له دې حالته ځان ژغورلای شي، درملنې ته هېڅ اړتيا نشته، خو دا له عامو ذهنيتونو را ولاړې شوې خبرې دي خو علمي څېړنو ثابته کړې چې که د ژور خپګان درملنه پر وخت ونه شي ناوړه پايله به ولري.

د ژور خپګان په اړه داسې انګېرنې زمونږ د ولس د عامه پوهاوي د کچې د کموالي له امله دي، په دې ناروغۍ اخته کسان که څه هم دغه حالت طبیعي نه ګڼي او غواړي چې درملنه يې وشي خو وېره لري چې د اروايي ناروغ ټاپه به ورباندې ولګول شي او شخصيت ته به يې تاوان ورسي، نو ځکه له درملنې ډډه کوي.

د ستونزې اهميت ته په کتو به بده نه وي که د ژور خپګان په اړه معلومات ترلاسه کړو.

ژور خپګان د ناهيلي کوونکي، محروميت زېږونکي او ربړونکي چاپېريال پر وړاندې يو ډول عاطفي غبرګون دی، چې تل له وېرې(اضطراب)، بې کفايتۍ او جسمي اختلالاتو سره ملګری وي.

زيګموند فرويد نوموتي ارواپوه داسې يوه تيورې وړاندې کړې چې وایی: د انسان شخصيت د درېو برخو له همغږۍ نه جوړېږي، چې د اېډ (Id)، ايګو (Ego)او سوپر ايګو (super ego)په نامه يې يادې کړې دي.

سوپر ايګو برخه کمال خوښوونکې او قانون غوښتونکې ده، اېډ برخه د اخلاقي قوانينو تابع نه ده او لذت غوښتونکې ده، د دواړو ترمنځ ايګو هڅه کوي چې د اېډ غوښتې هم پوره شي او ناوړه عواقب هم ونه لري، کله چې ايګو د نورو دواړو برخو تر منځ تعادل نه شي ساتلای نو انسان د ګناه احساس کوي، له نورو سره روابط سم نه شي تنظيمولای او بلاخره په ژور خپګان اخته کېږي.

لاندينۍ نخښې په ژور خپګان اخته کس کې ليدل کېږي:

– خپګان او په نه خبره ژړا

– په خوب کې ګډوډۍ

– دنارامۍ احساس

– له استراحت سره د اعصابو نه ارامېدل

– عصبي دردونه

– د انرژۍ کموالى او ستړيا

– د ګناه بې ارزښتوب اود وروسته پاتې والي احساس

– راتلونکي ته ناهيليتوب او بد بيني

– د اشتها زياتوالى يا کموالى

– د هضمي سيستم ستونزې

– په تصميم کې ستونزه لرل

– تمرکز او زده کړه کې ستونزه

– د جنسي ميلان کموالى

– دقهر، غوسې او عصبي تخریش شته والى

– ځان د نورو د اوږو پېټى ګڼل

– شک او بد ګماني

ماشومانو کې د ژور خپګان نخښې

– تل بې قراره اوسېدل

– له نورو ماشومانو سره شخړه

– ژړا او ضد کول

– د مور او پلار له څنګه نه جدا کېدل

– د اشتها کموالى، يا زياتوالى

– د خوب د وخت بې نظمه کېدل

– عضلاتى دردونه

د ژور خپګان ځينو ناروغانو کې خلقي (د ورځني چلند) تغيرات ښکاره کېږي . کله خپه، ناهيلی او کم انرژۍ وي. بله بڼه يې دا ده چې مريض په ډېره لږه زمانه کې د ژورې افسردګۍ او د فوق العاده تحرک او فعاليت تر منځ د اوښتون په حالت کې وي، هر حالت ممکن څو شېبې، څو ورځې او يا څو اونۍ دوام وکړي، خو بیا هم په ناڅاپي ډول معکوس لوري ته اوړي.

د ژور خپګان لاملونه

ارثي لاملونه:

هغه جينونه چې له ميندو او پلرونو ماشومانو ته لېږدول کېږي جنسيت، د سترګو رنګ، د ويښتانو رنګ او ځينې نورې ځانګړتياوې په ماشومانو کې څرکندوي.

همدارنګه کېدای شي يو شمېر دغه جينونه د ژوند په اوږدو کې د ناروغيو د رامنځ ته کېدو لامل هم وي، ژور خپګان يوه له هغه ناروغيو ده چې جينيټيکي عوامل په کې جوت دي.

دوه قطبي (باى پولر bipolar) ناروغي يو غښتلى ارثي بڼسټ لري. 50%هغه ناروغان چې دا ستونزه لري، ميندې يې په کلينيکي ژورخپګان اخته وي.

که چېرې يوه مور په دوه قطبي ژور خپګان اخته وي 25%او که چېرې پلار هم اخته وي 75% ماشوم ته لېږدول کېږي.

په identical غبرګونو ماشومانو کې که چېرې يو يې په ژور خپګان اخته شي بل يې خامخا اخته کېږي.

بيلوژيکي لاملونه

سيروتونين او ايپي نفرين هغه نيورو ترانسميترونه دي چې په دماغ کې د عصبي ژونکو( حجرو) د اتصال سبب ګرځي، کله چې په دماغ کې د دغې امينو اسيدونو کچه راټيټه شي نو د ژور خپګان لامل کېږي.

څېړنو ښودلې ده چې په ديپريشن اخته کس کې د دماغ Hippocampus برخه چې د احساساتو، عواطفو او د معلوماتو د زېرمه کولو دنده په غاړه لري ډېره وړه وي. ارواپوهان وایی دا جوته نه ده چې وړوکی هايپوکامپس په جنيټيک شکل دوی کې موجود وي او که يا هم د ناروغۍ له امله به وړوکی پاتې وي؟ خو د دې لامل ګرځي چې د سيروتونين اخذي د دماغو دې برخه کې کمې شي.

همدا راز په ميندو کې د مياشتني عادت او اميندوارۍ په وخت کې هورموني تغيرات، جسمي اختلالات، د شکر ناروغي، د پښتورګو پړسوب، د سږو ناروغي، د سل مرض، مغزي ضربات او لوی جراحي عمليات دا ټول د ژور خپګان بیالوژيکي عوامل دي.

تنکيو ځوانانو کې د ژور خپګان بيولوژيکي او محيطي لاملونه موجود وي، د ژوند په دې پړاو کې فکري بلوغ او خپلواکۍ ته ميلان هم قسماً د هورموني بدلون سره تړلي دي او کېدای شي چې د ناوړه چاپيريال اثرات ورسره يوځای شي او شخص د ډيپريشن خواته بوځي.

محيطي لاملونه

دغه لاملونه د وجوده بهر وي، هر هغه لامل چې stress (فشار) رامنځ ته کړي او دغه سترس دوامداره شي نو ژور خپګان رامنځ ته کوي.

پر دماغ شوک راوړونکي پېښې. لکه ددوستانو او نږدې کسانو مړينه، طلاق، طبیعي ناروغۍ، په يوه غميزه کې هرڅه له لاسه ورکول.

د ماشومتوب ستونزې، لکه ستونزمن ژوند تېرول، جنسي تېرى، له مور يا پلار ه جلا کېدل، ميندو کې د رواني ستونزو شته والى، د کومو ماشومانو ميندې چې مړې شوې وي دکورتيزول هورمون کچه يې په وينه کې زياته وي، نو ځکه د دومداره سترس له وجې په ژورخپګان اخته کېږي . همدا راز که د ماشوم عاطفي اړتياوې پوره نشي نو دوى هم په ديپريشن اخته کېږي.

د Kindling sensitization hypothesis په نامه يوه فرضيه موجوده ده، که چېرې يو انسان ځان بې وسې احساس کړي، دبېلګې په توګه په کورکې ميندې لورګانو باندې اوياهم خاوند مېرمنو باندې دوامداره نيوکې کوي، که څه هم دوى کور کې ډېر کار کوي خو بيا هم له نيوکو سره مخامخ کېږي نو دوى ځان بې وزلې احساسوي او د ژوندانه فشارونه تل ديپرېشن منځ ته راوړي.

زړښت، د اړيکو سوړوالى، د يوازيتوب احساس، د دندې ګوښه کېدل، کمزورتيا او دميندو او پلرونو حقوقو ته نه پاملرنه ټول هغه محيطي عوامل دي چې په زړښت کې د ژورخپګان سبب ګرځېدلاى شي.

همدا راز د ټولنو صنعتي کېدل، د ارزښتونو له منځه تګ، اقتصادي ستونزې، د اړېکو سوړوالى او جنګونه هم ژور خپګان منځ ته راوړي.

ژور خپګان درې پړاوه لري:

۱- کله چې څوک ناوړې پېښې سره مخامخ کېږي نو په عادي ژور خپګان اخته کېږي او له څه مودې استراحت وروسته ښه کېږي.

۲- که چېرته د خپګان کچه ډېره زياته وي او د محيطي پارونکو په وړاندې يې غبرګون په افراطي بڼه وي، نو ناروغي نيوروتيک پړاو ته داخلېږي.

۳- او په سايکوتيک پړاو کې بیا د انسان اړيکه له واقعيتونو سره پرې کېږي، ناروغ اپلتې(هذيان) وایی او ځينې وختونه د ځان وژنې هڅه کوي، دغه وخت کې د انسان فکر او اندېشه مختل شوې وي او ډېره شديده وېره لري.

درملنه

زمونږ ټولنه کې د ژور خپګان له درملنې خلک ناهيلي شوي او داسې انګېرل کېږي چې درملنه يې ښې پايلې نه لري او ناروغي لا نوره هم زياتوي.

 تريوه ځايه دغه خبره پر ځاى هم ده، خو دا ستونزه درملنې نه ده رامنځ ته کړې، بلکې ناسمه او نامنظمه درملنه کول ددې ستونزې لامل دى.

د انسان بدن د هرډول ماليکولي دواګانو په وړاندې ځواب نه ورکوي، کيداى شي ډاکتر دوى ته څو وارې دوا بدله کړي، نو ناروغ ته په کار ده چې زغم ولري او څو ځلې ډاکتر ته ورشي تر څو سمه دواورکړل شي.

د ناروغۍ درملنه دريو پړاونو کې سرته رسېږي.

 لومړيو وختونو کې چې ناروغي ډېره پرمختللې نه وي نو Psychotherapy (ارواپوه سره مشوره کول) غوره حل لار ده، چې وکولاى شو پر اروايي ستونزو برلاسي شوو.

همدا راز د رضاکاره مرستندويه ټولنو سره په يو ځای کېدو به مو د ثواب ګټلو سربېره د درملنې يوه ښه لار موندلې وي.

ځينې وختونه په چاپيريال کې د داسې کسانو شته والی چې منفي انرژي انسان ته لېږدوي د ژور خپګان ناروغي زياتوي، دا به ښه وي چې له داسې خلکو سره اړيکې کمې شي او يا هم داسې ځايونو کې ورسره وکتل شي چې ډېر خلک موجود وي. له خوشاله او روحيه ورکونکو خلکو سره اوسېدل خپګان کموي.

په ژور خپګان اخته کسانو ته پکار ده چې په کور او کار ځای کې بېکاره وسايل ونه ساتي، تر څو بې نظمي د رواني کړکېچ لامل نشي.

له نورو سره د ځان پرتله کولو، موبايل، تلويزون او کمپيوټر ډېر کارولو، د شپې ناوخته ويده کېدلو او سهار ناوخته پاڅېدلو نه دې ډډه وکړي.

خپلو سترګو ته استراحت ورکول او څو دقيقو لپاره د سترګو پټول، شنو ځايونو او روانو اوبو ته کتل، څو شېبو لپاره ژوره او ارامه ساه اخيستل او د ياداشت کتابچه کې خپل ځورونکي خاطرات ليکل ټولې هغه لارې چارې دي چې په ژور خپګان اخته کس سره مرسته کولای شي.

ځيني ناروغان په فصلي ژور خپګان اخته کېږي په ژمي کې ورته خپګان پيدا شي او د فصل په بدلېدو ښه کېږي . نو په ژمي کې څو ساعته د لمر وړانګو ته ودرېدل او يا هم په روغتون کې د ځانګړې روښنايۍ په واسطه د ناروغ حالت ښه کېږي. اوس په بازار کې هم داسې څراغونه پیدا کېږي چې د لمر رڼا ته ورته رڼا لري او د ژور خپګان په کمولو کې ګټور ثابتېدای شي.

  • د درملنې دوهم پړاو کې کله چې ناروغ نيوروتيک پرمختللي حالت ته رسېږي نو د مشاورې تر څنګ ناروغ ته د ژور خپګان ضد درمل ورکول کېږي . درملنې لپاره د انتي ديپرسانت له دواګانو نه ډيرى وختونه لاندې ډولونه کارول کېږي:

 selective serotonin reuptake inhibitors، norepeniphrine reuptake inhibitor, ،tricyclic dopamine reuptake blocker

درملنه بايد له شپږو مياشتو تر څو کلونو پورې دوام وکړي، اکثره ناروغان چې لږ د ښه توب احساس وکړي دوا اخيستل دروي، خو که د دوا په اخيستلو کې وقفه راشي نو د دوا بیا پيلول سم د لاسه نتيجه نه ورکوي او بیا بايد دوه يا درې اونۍ نتيجې ته په تمه شو، همدا علت دی چې ډاکتران توصيه کوي جې دوا بايد د ډاکتر له مشورې پرته قطع نه شي، که څه هم په مريضۍ کې نسبي ښه والی وليدل شي.

درېم پړاو کې کله چې ناروغي ډېره پرمختللې شي نو ناروغان بستري کيږي او همدا راز د برقي جريان په وسيله د ناروغ درملنه شونې ده.

که څه هم EcT د برق له جريانه ناروغان ډارېږي خو داسې څه ستونزه نشته، د برق جريان به ناروغان پر خپل سر احساس نه کړي، ځکه ناروغ ته خفيفه بيهوشي او د عضلاتو اراموونکي درمل ورکوي او پس له څو دقيقو ناروغ بېرته په هوښ راځي .

د يو څو ورځو لپاره به ګنګسيت او د حافظې ستونزې ولري چې د تشويش وړ نه دي بېرته به ښه شي.

شاټي درملنه اونۍ کې دوه ځلې د يوې مياشتې لپاره صورت نيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *