تاند- د پاکستان حکومت نن /جمعه/ اعلان وکړ چې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې میاشتې اوږدوي.
پاکستان مخکې د سږ کال د دسمبر ۳۱ مه په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسېدو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه خو د پاکستان د حکومت له یوې اعلامیې سره سم، چې نن خپره شوې، د دغه هیواد صدراعظم محمد نوازشریف د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ م کال د مارچ تر میاشتې اوږده کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوازشریف دا پرېکړه نن /جمعه/ په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې تصویب کړه.
حاضردمه په پاکستان کې یو نیم ملیون افغان راجستر شوي افغان کډوال اوسي او ویل کېږي چې په دغه هیواد کې یو ملیون ناراجستر شوي افغانان هم مېشت دي چې تل د پولیسو له لوري ځورول کېږي، پیسې ترې اخیستل کېږي او په ځینو مواردو کې افغانستان ته لېږل کېږي.
پاکستان وايي چې سږ کال له دغه هیواده یولک افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته تللي دي.
سره له دې چې پاکستان د دسمبر یو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره وروستی ضرب الاجل ټاکلی و خو بیا یې هم پر کډوالو فشار و چې خپل هیواد ته لاړ شي.
ګومان کېږي چې د کډوالو لپاره د ضرب الاجل له اوږدولو سره سره به پر افغان کډوالو د پاکستان فشار دوام وکړي.