راپور: فضل الرحیم نیازمند
کابل ادبي بنډار خپله دوه اونیزه ۷۸ مه غونډه د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د وږي(سنبلې) د میاشتې په ۵ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ، د غازي محمد جان خان د ښوونځي په حویلۍ کې جوړه کړه.
معلم صاحب اسدالله شهاب د غونډې مشر، نظیف الله ځلاند او معلم صاحب رحیم الله د غونډې میلمانه وو.
افغانستان ۹۷ کاله پخوا له انګریزانو څخه خپلواکي واخیستله خو بدبختانه زموږ ډیری هېوادوال اوس هم فکري ازادي نه لري.
دا د تېرې غونډې د اطلاتو او فرهنګ د رئیس اورنګ مختار د خبرو یوه برخه وه. غونډه د معلم صاحب اسدالله شهاب لخوا د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره شروع شوه. وروسته د تنکیو ماشومانو لخوا ملي سرود واورول شو.
د تېرې غونډې راپور د فضل الرحیم نیازمند لخوا ولوستل شو چې ګډونوالو پرې داسې کره کتنه وکړه:
حبیب وقار وویل: د نیازمند صاحب دا لومړنی راپور و خو ډېر ښکلی یې لیکلی و او غلطۍ پکې کمې وې.په راپور کې جملې باید کلیشه یې شکل ونه لري لکه (ژمنه یې کړې وه) باید ذکر نشي. د کیسې نوم (دیدار) و خو په راپور کې (دیدن) ذکر شوی و. (سترګې یې په سترګو ولګیدې) جمله باید داسې لیکل شوې وی( سره مخامخ شول).
ګل اغا احمدي د راپور په هکله داسې وویل: ماشاءالله د نیازمند صاحب لخوا ډېر ښکلی راپور لیکل شوی و او په ډېر ښه انداز سره یې ولوستلو.
د راپور وروسته د ترانې ګروپ لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۷مې کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ ترانه ترنم شوه.
ګل آغا احمدي ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د خپلواکۍ په باره کې خبرې وکړي.
احمدي صاحب وویل: که د یو وطن وګړي پیاوړي وي، د هغوی ټولنه او حکومت به هم پیاوړی وي خو بدبختانه زموږ وګړي داسې نه دي، دوی زحمت نه ګالي. ددې په ځای چې موږ پدې ۹۷ کالو کې پرمختګ کړی وی شاته پاتې شوي یو. د نړیوالو سره مو ځان برابر کړی نه دی. سترغازي امان الله خان موږ ته خپلواکي وګټله خو موږ ونشوای ساتلای.
له احمدي وروسته د وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریئس اورنګ مختار دریځ ته وبلل شو ترڅو د خپلواکۍ په اړه خپلې خبرې واوروي. هغه وویل: په دا ډول غونډو کې د خپلواکۍ جشن لمانځل په ځوانانو کې ملي احساس پیداکوي. افغانستان ۹۷ کاله پخوا جنګي خپلواکي واخیسته خو اوس هم زموږ زیاتره هېوادوال فکري خپلواکي نه لري. لاهم دلته د علم پر ضد مباریزه روانه ده. آزادي په دې مانا ده چې د هېواد هر وګړی باید خپله ملي پانګه وساتي او د مسولیت احساس وکړي. څوک باید د بل هېواد تر قوماندې لاندې کار ونکړي. هغه زیاته کړه چې د خوشحالی خبره دا ده چې زموږ په ټولنه کې اوس هم غیرتي ځوانان شته دي ترڅو د دوښمن په مقابل کې مباریزه وکړي. موږ باید په عمومي کچه په ځوانانو کې ملي روحیه را بیداره کړو.
د غونډې مشر معلم صاحب اسدالله شهاب دریځ ته وبلل شو ترڅو د خپلواکۍ په تاریخ خبرې وکړي، هغه وویل: د خپلواکۍ لپاره هر وخت عام ولس قرباني ورکړې او اوس یې هم ورکوي. انګریزانو هرځل په افغانستان ددې لپاره یرغل کړی دی ترڅو خپل شوم اهداف ترلاسه کړي خو ددې غیرتي ولس په مټ دې اهدافو ته رسیدلي نه دي. د انګریزانو څخه د خپلواکۍ په اخیستلو کې سترغازي محمد جان خان وردګ ډیرې هڅې کړي دي چې دا نه تنها د وردګو لپاره بلکې د ټول افغانستان لپاره لوی افتخار دی. اوس هم افغانستان د خپل پولي واحد له لوري خپلواک نه دی ځکه دلته اوس هم په زیاته کچه پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن په خرید اوپلور کې استعمالیږي چې مخه یې باید ونیول شي. هغه ټولو افغانانو ته په خطاب کې وویل: که خپلواکي په توره ګټل کیږي خو په قلم ساتل کیږي ځکه د علم پرمختګ د خپلواکۍ د ساتلو لپاره یو اصل دی.
انجینرصاحب جلال امید د خپلواکۍ په باره کې وویل: زموږ ټولنه ونه توانیده چې ستونزې له منځه یوسي ځکه خو اوس هم انګریزان له موږ څخه د خپلو نیکونو انتقام اخلي. ځوان نسل ته د تعلیم زمینه برابرول دا ډول ستونزې له منځه وړلای شي چې دا کار یوازې د پوهنې وزارت لخوا ترسره کیدای شي.
د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره ترسره شوه چې دخپلواکۍ اړوند، ګڼو شاعرانو او د ادب مینوالو لخوا ښایسته شعرونه واورول شول.
په اخر کې د پړ صاحب لخوا د استاد اول میر ملي حماسي سندرې په ډير ښایسته اواز سره ترنم کړل شوې.
د وردګو د پوهنتون د کتابتون لپاره لاندې کسانو کتابونه ډالۍ کړل:
محب الله شریفزی ۱۰ټوکه
حفیظ الله حسن ۶۱ ټوکه
نعمت الله رحیمزی ۹ ټوکه
روح الله ژوندون د وردګو پوهنتون د کتابتون لپاره د ۱۰ ټوکه کتابونو د راوړلو ژمنه وکړه.
غونډه په یوې لنډې دعایې سره پای ته ورسیده.
ومن الله التوفیق