د انتخاباتو خپلواک کمیسون

 افغانستان له 2001 کال څخه راپه دیخوا دنړيوالې ټولنې ترسیوري لاندې کابو ۱۲ کاله مزل کړي، افغانستان چې له نن څخه نږدې ۱۲ کاله وړاندې دجګړو او ویجاړیوو شاهد و اوس هم افغانان په ارام زړه په خپلو کورونو کې نه دی ناست ،لاهم دهیواد په ګوټ ګوټ کې دجګړې لمبې بلې دی ،لاهم زده کوونکي دښونځي په لاره ، مسافر دخپلو کورونوپه لور، ماشومان دلوبو په ځای کې ، نورعام وګړي په کورو نو ،کروندو ، کلیو اوښارونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي ، هر ورځ دهیواد له ګوټ ګوټ څخه دچاودنو ، بمباریو او وژنو راپورنه ورکول کیږي او دډیرو دمرګ چیغې لاتر رسنیو هم نه رسیږي .

په دغو دولسو کلونو کې هم دزرګونو افغانانو وینې توېې شوې داچې داوینې څنګه تویږي او څوک ېې تویوي جوته ده ، خو خبره داده چې په تیرو دولسوکلونو کې افغانستان دنړيوالې ټولنې له پاملرنې ،پوځي حضور ټولو مرستو او امکاناتوسره سره لاهم دافغانانولپاره ځمکه داور تبۍ ده ، په دغو کلونو کې هم افغانانو په ارمه شپه تیره نه کړه . ددغه حالت له دوم سره سره دامهال د ډیرو په خوله د2014کال خبرې دی . وايي چې یو بد دی اویو له بدو بتر اوس له دې حالت څخه هم دبدتر حالت راتللو اوازې دی .

 2014 کال چې ویل کیږي ددغې نیټې په راتلو سره به له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وځي دبهرنیو ځواکونو دوتلو سره جوخت په 2014 کال کې ولس مشریزې ټاکنې هم ترسره او دواک په ګډۍ به نوی ولسمشر کیني . تاریخ ته په کتوسره په ورستیو څولسیزو کې په هیواد کې ډیری جنګ جګړې قدرت ته درسیدو په سر رامنځ ته شوي دی ، هر چا په خپل وخت هڅه کړي چې ځان دواک ته ورسیوي تر .

دې مهاله په هیواد کې په سولیز ډول واک ته درسیدو تجربې ډيرې کمې تکرارشوي دی  چې دولسمشرۍ واک دی دسولې او ارامي په فضا کې بل ته سپارل شوي وي.

اوس هم تر ډیره اندیښنه داده نننۍ واک چې ولسمشر حامد کرزی به ېې په 4014 کال نوی ولسمشرته سپاري څنګه اوپه څه ډول ترسره کیږي ؟دغه بهیر به څومره شفاف او رڼ وي.ټاکنې به څنګه ترسره کیږي ؟ ایا په اوسنیو حالاتو کې څومره ممکن ده چې ټول افغانان به په دغو ټاکنو کې برخه واخیستلی شي ؟ په داسې حال کې چې وار دمخه دټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وايي امنیتی ځواکونو ورته ویلي چې په هیواد کې د 259 ټاکنیزو مرکزونو امنیت نه شي ساتلی ، نوپه داسې یو حال کې چې کابو 60 سلنه افغانان په ټاکنو کې دنا امنیو له امله برخه وانه خیستلی شي یادې ټاکنې به څومره مشروعیت ولري ؟ دافغانانو ترمنځ همیشه دواک په سر جګړې شوي دی او دهیواد اوسنی حالت هم ددغو کرغیړنو جګړو له مله دی، یوپربل له لښکرکشۍ ،کودتاو او خپل منځي جکړو څخه راپه دیخوا بیا ترننه حالات همداسې دی اوسنیوحالاتو ته په کتوسره به دواک دغه بهیر په داسې یو نازک حالت کې چې له یوې خو دټاکنوپه شفافیت باور نه شته له بلې خوا 2014 کال خلک اندیښمن کړي دی څنګه به واک په سولیزه توګه  انتقال او ټولو اړخونوته دمنلو وړ وي ، په هرصورت مهمه خبره له 2014 کال ورسته دهیواد برخلیک دی چې نوی ولسمشر به هیواد څنګه اداره کوي ، په داسې حال کې چې له یوې خو ابهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي له بلې خوا ورستیو 12 کلونو په کوردننه ډیر خپل سري ولسمشران زیږولي دی . نوپه دی یوځنګل کې به بیا دڅو زمریانو ګذاره څنګه کیږي ؟ دهیواد اقصاد به په کوم لوري روان وی ، دبیارغونې چارې به داوسني حال په څیر ټکنی او که له دې څخه هم بتره وی  ؟ دپوهنې په بهیربه څه سوری وکړي ؟

کورني اختلافات به نور هم پړسوب وکړاوکه نه حالات به بل ډول وی ؟ افغانان به له تیروتجروبوڅخه عبرت واخلي او په دې به پوهیدلي وي چې دکابو48 هیوادونو په موجودیت کې مودهیواد بڼه بدله نه شوه نو اوس پکار ده چې خپل هیواد خپله جوړ کړو، دواک په سراختلافات شاته پریږدو او هیواد له سیالوسره سیال کړو؟ داهغه پوښتنې دی چې د2014 کال په اوریدو سره دډیرو وګړو په زړونو کې راولاړیږي . یوشمیرکسان بیا د 2014 کال په اړه نه کومه نوې اندیښنه لري او نه هم دکوم بدلون تمه، دوی په دې باور دی چې په تیرو دولسو کلونو کې هم  دوی دارام ساه نه ده اخیستې ، اوس هم دجګړې ترسیوري لاندې دژوند له بیلابیلو کړاونو سره مخامخ دی نو ځکه د2014کال په اړه کومه اندیښنه او کومه هیله نه لري. خو مهمه خبره ده چې دهیواد دراتلونکې لپاره ، دیو پیاوړي خپلواک اوسوکاله افغانستان لپاره دافغان ولس په ځانګړې توګه دځوانانومسؤلیت څه ده ؟ ددغو ناوړه حالاتو دبدلولو لپاره کومو هلو ځلو ته اړتیا ده او دغه ملي وجیبه باید څنګه ترسره شي ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *