بصيرالحق عادل
دا غونډه چې د هلمند مدني ټولنې له لوري رابلل شوې وه، د لوړپوړو امنيتي چارواکو ترڅنګ پکې قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د هلمند والي د ځوانانو له پارلمان کلک ملاتړ اعلان کړ او دايې راتلونکي پارلمان ته د ځوانانو د روزنې لپاره ښه ګام ياد کړ.
حيات الله حيات ژمنه وکړه چې ولايت کې به د ځوانانو د پارلمان غړيو ته ځای او نورې اسانتياوې برابرې کړي، ترڅو له خلکو سره ووينې او د دوی ستونزې تر مرکزه ورسوي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د ځوانانو د پارلمان د مشر آغا محمد قريشي هڅې وستايلې او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
همدرد وويل، قريشي پر خپله وړتيا لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې اوس د هېواد په کچه د ځوانانو د يو لوی ټولي مشري کوي.
دغه راز په غونډه کې بېلابېلو دولتي رئيسانو، قومي مشرانو او ځوانانو د آغا محمد قريشي هڅې وستايلې او د ځوانانو د پارلمان د مشر پر ټاکل کېدو په توګه يې قريشي د هلمنديانو او هېواد وياړمن ځوان وباله.
د ځوانانو د پارلمان مشر آغا محمد قريشي د هلمند مدني ټولنې، هلمندي ولسونو، دولتي چارواکو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې د ده په وياړ راټول شوي دي.
نوموړي خلکو ته سينه وډبوله چې د ورسپارل شوي مسؤليت سره سم به د هېواد، ټولنې او په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره کار کوي.
قريشي وويل، هڅه کوي د ولس له منځه رښتيني ستونزې راټولې کړي او تر لوړ پوړو چارواکو، اړونده ادارو او ان تر ولسمشره ورسوي.
د غونډې په وروستيو کې ښاغلي اغا محمد قريشي ته ستاينليکونه او د پښتنو وياړ بګړۍ هم ور په سر شوه.
د يادونې ده چې، د ځوانانو پارلمان د ملګرو ملتونو او افغان حکومت په نوښت رامنځته شو چې موخه يې راتلونکي پارلمان ته د ځوانانو روزنه او د پارلماني چارو سره اشنا کېدل دي.
دا پارلمان ټول ۱۲۲ غړي لري چې ۳۳ سلنه يې مېرمنې دي.