د پله پر سر مازدیګرني نري باد ته دوړې تیرې بیرې الوتې. خوشال د پله د سر ماته شوې اوسپنیزه کټاره نیولې وه:
« ته خو یې لا نه یې جوړه کړې»
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. د ښي لاس بټه ګوته یې پر یوې سترګې او منځوۍ یې پر بلې سترګې کیښودې. د چاودنې ورځ یې په ذهن کې داسې راګرځیده لکه فلم چې تیز کړې: « د امبولاسونو هارنونه ، د پوځیانو د بوټونو ټک ټک ، د امنیتي ځواکونو نارې، لرې شه… وینه ده…»
خوشال سر ته ټکان ورکړ او سترګې یې رڼې کړې. شمال د پله د سر خاورې پورته کړې، خلي خاشې د ده پر بوټونو راواوښتې. دی ورټیټ شو. لږ خاوره یې په لپه کې راواخیسته او باد ته یې ونیوله. خاوره د پله له سره لاندې ودوړیده. ده مړوند پر سترګو کیښود: « د امبولانسونو غږونه، د عسکرو د بوټونو ټک ټک ، لرې شه.. وینه ده…»
د پله په بل سر کې یې ملګری ورته ولاړ و. ورو ورو ورروان شو. هغه د ده پر اوږه لاس کیښود:
– ما درته ویل چې څه کوې چې دلته راځې غم دې بیا تازه کیږي
خوشال په غریو نیولي غږ ورته وویل:
-کله زوړ شوی
ملګري یې د موټر دروازه پرانیسته. خوشال سر پر سیټ ولګاوه او سترګې یې پټې ونیولې. ملګري یې ورته وویل:
-یو کال ډیر وخت دی باید ذهن دې له دریمې وروسته لا تیار کړی وای چې مرګ حق دی چاره نه شته
-ته وایې چې کال شو
ملګري یې لږ جدي ورته وویل:
-سبا د میزان دیارلسمه ده او زه خو وایم چې کال یې هم لوی مه نیسئ
-ته وایې چې کال وشو زما په ذهن کې تیرې ۳۶۴ ورځې نه دې تیرې شوې
ملګري یې موټر تیز کړ د خوشال سترګې له کړکۍ راالوتو دوړو ته ترخې شوې او ښیښه یې ورو ورو پورته کړه.
پای