تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ /سپټمبر۱۴/ په دوه ورځني سفر نوي ډیلي ته ځي.

هندي رسنیو نن وویل، ښاغلی غني به د دې سفر په لړ کې د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره پر کلیدي مسلو نژدې سلا مشوره وکړي.

ولسمشر غني به احتمالاً د پوځي مرستو غوښتنه وکړي او هند به ورسره موافقه وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت نوي ډیلي ته د ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې د ورځې د سفر د اعلانولو ترڅنګ وویل چې نوموړی به له صدراعظم نریندر مودي سره په پراخو دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي.

ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته هند ته تر یوه حده شا واړوله او ډېره هڅه یې وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې او نژدې کړي او په دې ډول په افغانستان کې سولې ته پاکستان وهڅوي. پاکستان پر له پسې ژمنې وکړې خو بالاخره څرګنده شوه چې د سولې په نوم وخت ضایع کوي او عملاً له طالبانو سره د وسلو او پیسو مرستې ته دوام ورکوي.

افغانستان له هنده په ځانګړي ډول د روسي ایم آی ۲۵ جنګي هیلي کوپترو غوښتونکی دی.

هند تېر کال افغانستان ته ۴ دا ډول څرخکې ورکړې.

ولسمشر غني به له مودي او نورو هندي چارواکو سره د رسمي خبرو ترڅنګ د هند له سوداګرو او پانګوونکو سره وویني او د نوي ډیلي په تحقیقاتي انستیتیوت کې به وینا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *