د جلال اباد په يوه ديني مدرسه کې مې د زده کوونکو په فراغت غونډه کې مختصره وينا وکړه چې بنيادي ټکي يې دا وو:
۱. افغانستان په تاريخي لحاظ علم پروره او علم دوسته هېواد پاتې شوی, ستر علمي شخصيتونه د همدې خاورې دي, لکه د امام بخاري, امام ابو داود, امام ترمذي او امام نسائي استاد عظيم محدث قتيبه بن سعيد د بغلان و, د امام بخاري ستر استاد مکي بن ابراهيم د بلخ و, امام ابو داود د افغانستان د سيستان و, د صحيح ابن مؤلف ابن حبان د هلمند د بست و, د امام بخاري نور لوی استادان د بلخ وو. د مشکاة شارح ملا علي قاري د هرات و.
۲. وا محترمو علماوو! د افغانستان خلک که هر څنګه وي له دين سره مينه لري, که ږيره ولري يا نه, اعمالو کې مخکې وي که نه خو ستاسو احترام کوونکي دي, په ځانګړي اوچت حيثيت درته قايل دي, په هره سخته اسانه کې مو ملګري وي, ستاسو د مدرسو مالي ملاتړي وي, پر تاسو اعتماد کوي, ځکه نو زامن درته مدرسو رالېږي, همدغه عوام دي چې څوک مو حجونو ته لېږي او څوک مو عمرو ته, که الله مه کړه مريضان شئ د علاج او دوا غم درته خوري, نو له تاسو خواست دی چې ولس ته په سپکه مه ګورئ, د ګناه په وجه خلک حقير مه ګڼئ, مونږ پخپله څومره ګناهګار يو, د دې خبرې علم هر سړي ته هر عالم شته. الله شته چې مونږ که ولس حقير ګڼو نو دوه وجې يې کېدای شي: يوه دا چې په مونږ کې سخت تکبر شته او بله دا چې مونږ په سختې احساس کمترۍ کې مبتلا يو او د دې کمترۍ د احساس له وجې په مونږ کې له عوامو سره ضد او عناد پيدا شوی نو که هره وجه وي بايد له ځانه يې لرې کړو. تکبر خو هسې هم ستره ګناه ده.
۳. علماوو ته زما دا نصيحت او وصيت دی چې په هېڅ سياسي جريان پورې ځان مه تړئ, بلکې تاسو له دې نه بالا کردار ادا کړئ, هر جريان چې ښه کول د وتعاونوا علی البر والتقوی په اساس يې حمايت کوئ, د اصلاح او سولې لپاره خپل مؤثر کردار ادا کړئ. د نظام حمايت کوئ, بې نظامي او يا د نظام کمزوری کېدل ټولنه په هر لحاظ سره د تباهۍ کندې ته غورځوي.
۴. زه خبر شوم چې اوس په ننګرهار کې يا په جلال اباد کې له درې سوو نه زياتې دينې مدرسې دي, نو تاسو فکر وکړئ دې نظام څومره ګټه ورسوله, د طالبانو په اسلامي امارت کې هم دومره ديني مدرسې نه وې, نو په دې حالاتو شکر وباسئ. ولئن شکرتم لازيدنکم. او داسې څو نورې خبرې مې وکړې, عوام ډېر زيات خوشاله وو, ځينو يې لاسونه هم راته ښکل کړل او د مېلمه کېدو خواستونه يې کول, ما ورته وويل کور مو اباد او غله مو ډېره.
محترم مفتی صاحب له نورو دینی عالمانو نه په دقیق ډول معلومات نلرم خو حضرت نعمان بن ثابت امام اعظم ابو حنیفه رحمت الله علیه د افغانستان د پروان ولایت د هوفیانو شریف نه وو . پلار یی د حج د مراسمو له اداکولو نه وروسته په کوفه کی پاته شو چې امام ابوحنیفه رح هلته پیدا شویدی او د اسلامی علومو د زده کړی عالی مدارجو ته ورسید. د هغه مبارک د هڅو نتیجه ده چې د اسلام مبارک دین له ګډوډۍ او له ډیرو ډلو ، فرقو له جوړولو نه ډډه شویده.