د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړه ور زاهد

تاند- د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړه ور زاهد نن /یکشنبه/ ماښام مهال د دغه ولایت په حصارک ولسوالي کې د ترهګرو له لوري د اېښودل شوی ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼي د جنرال زړه ور وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې په دې پېښه کې د امنیه قوماندان یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

خوګیاڼي وویل، چنرال زړه ور په حصارک ولسوالي کې امنیتي وضعیت څاره چې په یوه پوسته کې ماین وچاودېده.

د خوګیاڼي په وینا دا پوسته په وروستیو ورځو کې له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوې وه.

جلال اباد ښار ته د قوماندان زړه ور زاهد د مړي د وړلو لپاره حصارک ولسوالي ته هیلي کوپتر استول شوې ده.

7 thoughts on “د ننګرهار امنیه قوماندان په حصارک ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو”
  1. الله ج دیی زړه ورخان وبښی

    یا الله داعیشیان اوطالیبان تباه اوبرباد کړی، زردانی تورمخی داعیشیان دقوماندان صیب زړه ور خان دیو نوک هومره اهمیت نلری

  2. زړه وره !
    د لوی اختر او د لوی شهادت دی مبارک سه. پوهیږم چي اولادونه دئ یتیم سول، میرمن دئ ګونډه سول مور دئ بوره سول، ستا خلا هیڅ څوک نه شي ډکولای. ستا د سرښندني عوض یوازی الله در کولای سي. تا پر وطن سر کیښود دا کار یوازی د میړنوپه وسه پوره وي.

  3. تاندولو د چا لپره خدمت کړي چه واې ووژل شو ولې شهېد نه شو . زه خو په پورا باور سره ستاسو په افغانيت شک لرم .

  4. په جهان د ننګیالی دي دا دوه کاره
    یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شي

    زړورصاحب په خپل ویاړلی ژوندکې تل بریالی و. هغه دخپل ویاړلی عمر ټول وخت په انسانیت ، شرافت ، زړورتیا ، افغانی اواسلامی غرور سره تیر کړ.
    که شهید قوماندان زړور نن زمونږ منځ کې نشته ، د هغه له ویاړه ډکې خاطرې د ټولو په زړنو کې ثبت شوې.
    زما هیله د افغانستان له دولته او مدنې ټولنو داده چې د شهید کورنۍ هیره نکړی. د شهید زړور زاهد په نوم د وسله وال پوځ تعلیمی موسسې مسمی شی ترڅو دهغه نوم تل پاته او راتلونکی نسلونه پرې وویاړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *