لږ د ښار جنګ ارام سوی وو، موږ له ولسوالۍ څخه ښار ته کډه راوړه. هلته ولسوالۍ کي زموږ لپاره ځای نه وو، ځکه چي پلار مي ددې هیواد یو ساتونکي سرتېري وو او ددوی په نظر یو کافر وو.

ښار ته په راتلو سره د اختر شپې وې او موږ کور د جنګو وحشت چور کړی وو، کور کي مو یو ګیلاس ترخې چای هم نه پیداکېدې، خو بیا هم د  “اختر” جمله ډېره خوږه وه او ټول ورته خوشحاله وه.

پلار مي د وحشیانو له لاسه د ناروغۍ پر بستر پروت وو، وروڼه مي کوچنیان وه. کور کي دونه څه نه وه، چي موږ شپه په تېره کړو.

مور مي کور کي وګرځيده د کور څه زاړه شیان یې خرڅلاو ته اماده کړه، چي په بدل کي ئې زموږ د نس لپاره څه غم خوري.

له لڅو پښو څخه مي سخت نفرت درلودئ، کله به چي لڅي پښې ګرځېدم بد احساس مي کوئ.

له مور سره ولاړم، مور مي زاړه شیان دوکان په دوکان ګرځول دلته خلګو نوي نه اخیستل زاړه خو لیري خبره وه، مور مي زموږ له خاطره سخته مجبوره وه، ځکه چي دداسې یوه سرتېري مېرمن وه، چي د هغه هرڅه یوازي وطن او خاوره وه هیڅکله یې هم د خپل جېب حال نه پوښتي او هیڅکله ئې هم د چا په وړاندي د وطن سر نه ټیټوئ، خو چي خپله څه وو یوازي هغه او رب ئې پوهېدل.

مور مي له ټول بازار څخه ناهیلي را روانه سوه.

ماشومه وم نه پوهېدم خو خپلو لڅو پښو سخته ځورولم او په دې نیت مي د کوم دوکان څخه یوه جوړه چپلکي را واخیستې او د مور په څنګ کي را روانه وم.  تر یو ځایه چي راغلم ناڅاپه مي پر سر یو څه ولیګدل او پر سترګو مي توره شپه سوه ولوېدم. خو سړی بیا هم ونه درېدئ او هلته یې تر لغتو لاندي کړم. مور مي له حاله ناخبره وه، ژر یې ددې انسان لاس ونیوئ.

لور مي څه کړي دي، ولي یې وهئ؟

چپ سې غلو، ښار ته دغلا لپاره را وځئ، نه شرمیږئ زه تاسو ښځي ښه پېژنم!

ددې خبري په اورېدو مي د مور اواز بند سو او سترګي یې د اوښکو ډنډ سوې.

چپلکي یې زما له ګوتو څخه ویستې او دوکاندار ته یې ونیولي.

ـ وروره ماشومه ده بیا به داسي نه کوي بخښنه غواړم.

زه یې د مځکي څخه را پورته کړم او د کور پر لور را روان سولو.

کلونه تېر سول، په زرهاو چپلکي مي زړې کړې، خو د هغو درد هیڅکله له زړه نه وځي او هیڅ اختر راته اختر نه دئ، هیڅکله مي بیا اختر ته نه نوي کالي وکړه او نه هغه خوشحالي…!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *