د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د جنوبي زون د پولیسو اوپراتیفي مسئول او د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د وسلوالو طالبانو د له منځه وړلو او ځپلو په موخه چاڼیز عملیات روان دي او په خبره تر هغو به کندهار ته ستون نه سي تر څو ترینکوټ یې د وسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاک کړی نه وي.

بلخوا د روزګان والي محمد نذیر خروټی هم روزګانیانو ته ډاډ ورکوي چي د دغه ولایت امنیتي حالت ته به مثبت بدلون ورکوي.

په روزګان کي د تیري یوې اونۍ را په دېخوا جګړو کي ملکیانو ډېر زیان لیدلی او سلګونه کورنۍ ناامنیو د خپلو کورنو پرېښودو ته اړي کړې.

اوس د هیواد د سهیلي زون د پولیسو اوپراتیفي مشر او د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي تر هغو کندهار ته نه ځم تر څو مي د ترینکوټ اوسېدونکو ته د ارام او هوسا ژوند زمینه نه وي برابره کړې.

نوموړی زیاتوي چي دا مهال د ترینکوټ په ناامنه سیمو کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات روان دي تر څو دغه ولایت کي امنیتي حالت کابو کړای سي.

هغه چي تل یې په هیواد کي د امنیو پړه پر پاکستان اچولې وايي اوس هم د ګاونډي هیواد پاکستان څخه د وسلوالو مخالفینو ملاتړ کیږي او په وینا یې دا مهال پاکستاني اتباع  د وسلوالو مخالفینو د روزونکو او داکترانو په ډول دلته خپلي دندي مخ ته وړي.

ښاغلی عبدالرازق همدارنګه وايي د پولیسو په لیکو کي به دا ځل مثبت بدلون راولي او هڅه به یې دا وي چي په راتلونکي کښي وسلوال طالبان روزګان ته د یوه ګواښ په توګه پاته نه سي.

نوموړی زیاتوي چي تر دې دمه په ترینکوټ کي د روانو عملیاتو په ترڅ کي د ۲۰۰ په شاوخوا کي وسلوال مخالفین او د ۶ په شاوخوا کي افغان سرتیري وژل سوي دي.

د روزګان والي محمد ندیر خروټی هم د ترینکوت د امنیتي حالت د ښه کېدو په برخه کي ډاډ ورکوي او وايي تر امنیت تامینولو وروسته به هغه خلاوي ډکوي چي وړاندي په امنیتي برخه کي موجودي وې.

د والي په خبره روزګانیان د خپل وطن څخه د دفاع په برخه کي له ټولو مخکي دي ولي وايي یوه منظم او غښتلي سیستم کي د دوی نه داخلېدل هغه څه دي چي اوس مهال یې دغه ستونزي زېږولي دي.

په روزګان کي وروستیو جګړو ډېری خلک ځکه اندېښمن کړي وه چي د دوی په خبره دا ولایت به سقوط کوي؛ خو امنیتي چارواکي وايي د وسلوال مخالفینو لپاره د ترینکوټ ښار نېول او دغه ښار ته سقوط ورکول یو خوب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *