تاند- روسی خبریال ارکادي دوینوف وايي، د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود په قتل کې د نوموړي نژدې ملګري لاس لري.

د روسیې سپوتنیک نیوز وايي، ارکادي دوینوف یو له هغو کسانو څخه دی چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په نهمه د مسعود د وژل کېدو په مهال د تخار ولایت په خواجه بهاالدین کې و. خواجه بهاالدین هغه ځای دی چې دوو عرب خبریالانو له مسعود سره پکې مرکه وکړه او له نوموړي سره یوځای ووژل شول.

دوبنوف سپوتنیک نیوز ته په مرکه کې ویلي چې عرب خبریالان یې لیدلي و. د ده په وینا دواړه خبریالان ورته مشکوک ښکارېدل او ورته دا سوال او شک پیدا شوی و چې د مسعود نژدې کسان ولي دې مسلې ته پام نه کوي.

دوبنوف باوري دی چې د مسعود نژدې کسانو د نوموړي په وژلو کې لاس درلود.

ارکادي دوبنوف وايي«له دې پېښې زما ژغورل معجزه وه، کنې باید له مسعود سره د عربانو په مرکه کې حاضر وای.»

دوبنوف زیاتوي«باید دا ومنو چې مسعود د سیاسي دسیسې قرباني شو او ښکاره ده چې په دې توطیه کې د ده د جګړې ملګري ښکېل بلل کېږي.»

دوبنوف د خپلو خبرو په دوام کې وویل«په لومړیو کې د لندن یوې محکمې ته د مسعود د قتل د یوه رسمي شاهد په توګه احضار شوم، دوی ډېره هڅه وکړه چې ما قانع کړي څو ووایم چې د مسعود د وژلو پلان طالبانو جوړ کړی او له ما توقع وه چې د دې خبرې شاهدي ورکړم. خو ما څه ونه ویل. وروسته یې داسي شواهد راوړل چې ښودله یې د مسعود خپل کسان د ده د ترور مسوول دي.»

2 thoughts on “یو روسی خبریال وايي، د مسعود په قتل کې د نوموړي نژدې ملګرو لاس درلود”
  1. po de ke hes shak nashta Che qasim fahim,Abdullah aw amrollah saleh po de dasesah ke shaamel khalak wo.doy ham le Amir saheb na tar poze rasedale wo.aw amrollah saleh awalen kas wo Che de Massoud le terror na ye CIA ta telefone e ahwal warkarra wo.ka amrollah saleh de CIA gharra nawe,sanga ye de CIA de moqamato Sara ye zar ta Zara rabeta tenga shwa.

  2. لمړی : نوموړی روسی خبریالل ته هم له کوم اړخه څه ورکړی شوی وو چه دی هلته وو او له دی هم خبر وو چه مسعود د هغه د خپلو نزدی دوستانو له خوا ووژل شو او هغه خبریال بیا دا خبره پوربنځلس کاله پټه وساتله او اوس دا تر ټولو مهم راز په ډاګه کوی او بیا مسعود د روسانو سره تر اروپایانو او امریکایانو ډیر نزدی هم وو ، او د روسانو دپاره دا ښه چانس هم وو چه خپل غچ یوه برخه يی په دغه راز تر لاسه کړی وی .
    دوهم : حیرانوونکی بیا دا چه دغه ساده خبریال له دی واقعی مخکی او که وروسته خبر شو ؟ که مخکی خبر وو ولی یی د دی واقعی مخه نه نیوله او که وروسته خبر شو ، ولی د مسعود د هغه نزدی دوستانو نومونه نه افشا کوی دی خو افغانستان کی هم نه دی چه د مسعود له قاتلینو ډاریږی او هغه هم ۱۵ کلونه وروسته جرات نه شی کولی چه نه یی شی کولی نو دغه نیمه خبر څه ګټه لری .
    دریم :: دا خو په اوایلو کی چه څوک د سیاست شاګرد هم وو پوهیدل چه مسعود د انګریزانو په دستور د خبلوملګرو له خوا ځکه ووژل شو چه مسعود په بل چا باور نه کولو او خوندی ساتونکی یی نزدی ملګری وو انګریزان دی ته په پام نیولو سره د هغه نزدی ملګرو د دومره مالی پیرزونی لاندی ونیول جه د مسعود ملګرتیا یی پری الیش کړه او نه یواځی مالی پیرزونه ټول حکومت د هماغو په واک کی دی .
    څلورم : د مسعود او سټمبر پیښه سره لازم او ملزوم فاجعی وی چه د یوه هدف د پاره تر سره او له یوه ځایه یی پلانګذاریشوی وه طبیعی ده چه غیر له خبلو ملګرو بل چا نه شو وژلی مګر په وژنه کی سیاف هم دخیل وو . څرنګه چه د سپټیمر فاجعه داخلی پيښه وه د مسعود وژنه هم داخلی پیښه وه .
    پنځم : د مسعود د وژنی علت همدا چه د یو پشتون جمهور ریس کیدل یی نه منل ، وو د همدی راز د تر سره کولو د پاره قاتلینو ته بی شمیره ډالر او لوړ مقامونه ورکړل او په یو شکال د اشکالو یی د یرغمل لاندی اوس هم نیول چه دا راز اوس هم افشا نه کړی مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *