تاند- هند په پوځي برخه کې د همکاریو ترڅنګ د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره یو ملیارد ډالره مرسته اعلان وکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دا پرېکړه نن /چهارشنبه/ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندر مودي ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې وشوه.

له ولسمشر غني سره په کتنه کې ښاغلي مودي د تعلیم، روغتیا، کرهڼې، د مسلکي زده کړو، د ښځو د ملاتړ، انرژۍ، زېربنا او د دیموکراتیکو بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هند چمتووالی اعلان کړ.

د دواړو مشرانو له غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوي:«د دغو هدفونو لپاره صدراعظم مودي وویل چې هند د افغانستان د نژدې ګاونډي او دوست هیواد په توګه دغه هیواد ته ۱ ملیارد ډالره ځانګړي کوي.»

هند دغه راز افغانستان ته د اصلي او د نړۍ په کچه د لومړی درجه درملو د ورکولو او د لمریزې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړه.

دواړو مشرانو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د غوړولو پرېکړه هم وکړه، ویې ویل چې د چاه بهار بندر له لارې به له یو بل سره ارتباطات پراخ کړي.

هند تر دې مخکې په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره نژدې دوه نیم ملیارد (۲۵۰۰ ملیون) ډالره مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *