تاند- امریکایانو داسي الیکترونیکي بس جوړ کړ چې په یو وار چارج کېدو ۱۰۰۰ کیلومتره لار کچ کولی شي.

د فکس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بس، چې (Catalyst E2) نومېږي، پروتیرا (Proterra) کمپنۍ جوړ کړی او په لومړنۍ تجربوي سفر کې یې ۹۶۶ کیلومتره مزل وکړ.

د دغه بس بېټرۍ په ساعت کې له ۴۴۰ تر ۶۶۰ کیلوواټه پوري د انرژۍ د زېرمه کولو ظرفیت لري نو هیله کېږي چې په ښارونو کې، چې د بیروبار له کبله سرعت کم وي، د بس بېټرۍ په یو وار چارج له ۳۱۲ تر ۵۶۳ کیلومتره پوري مزل وکړي.

6ګومان کېږي چې دا بسونه به په لنډ وخت کې د نړۍ د اکثرو ښارونو د اوسنیو بسونو، چې به تېلو یا ګازو چلېږي، ځای ونیسي.

په امریکا او یو شمېر نورو پرمختللیو هیوادونو کې په چټکۍ برقي موټرونه د پیترولي او ډیزلي موټرونو ځای نیسي.

حاضردمه د برقي موټرونو بیه نسبتاً زیاته ده خو که له تېرو څو کلونو سره پرتله شي، کال په کال د الیکترونیکي موټرونو بیه ټیټه شوې ده او له بلې خوا په هر ځای کې د برقي موټرونو د بېټریو د چارج ماشینومه نصب شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *