ویدیو هم لري ـ
تاند- د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د څارویو د قرباني کولو په نتیجه کې په واټونو کې د وینو سېل جاري شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د بنګلیانو له لوري خپاره شوي عکسونه ښيي چې په اکثرو کوڅو او واټونو کې وینې د باران له اوبو سره یوځای شوي او داسي ښکاري لکه د وینو سېلاب چې بهېدلی وي.
یو شمېر بنګالیانو په یوه ورځ د لکونو څارویو پر حلالېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په روان تود موسم کې د وینو، د څارویو د لرو او اضافي غوښو د خرابېدو له کبله د ناروغیو د خپرېدو وېره ده.
په ډاکه کې د وینو سېل هغه وخت څرګند شو چې نن /سې شنبه/ په دغه هیواد کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ باران واورېده.
دا هم ولولئ: (د قرباني اساسي هدف)