تاند- په بریتانیا کې یوه محصل داسي فریج جوړ کړی چې د ملا د بکس یا بېک په شان وړل کېږي او طبي وسایل او درمل پکې لېري سیمو ته وړل کېدای شي.
د ساینس الرټ (Science Alert) ویبپاڼې د راپور له مخې، په دې سیار یا ګرځنده فریج کې واکسین د ۳۰ ورځو لپاره ساتل کېدای شي.
اکثره واکسینونه لېري سیمو ته د وړلو په مهال خپل خاصیت له لاسه ورکوي.
ساینسپوهان وايي، دا فریج ممکن په نړۍ کې له یو نیم ملیون انسانانو سره د ساري ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د افغانستان په شان هیوادونو کې ډېر ځلي واکسینونه د هوا د تودوالي له کبله خپل خاصیت هغه وخت له لاسه ورکوي چې فریج نه وي او واکسین لېري سیمو ته وړل کېږي.