تاند- چین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرمختګ په هلوځلو کې مرسته وکړي.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د چین د دایمي استازي مرستیال (وو هاتاو) دا خبره د افغانستان پر روانو حالاتو د امنیت شورا په علني غونډه کې وکړه.
ده د ملي پخلاینې او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې افغانستان لا هم له لویو ستونزو سره مخامخ دی.
د چین استازي ملي پخلاینه د پرمختګ لپاره ضروري وبلله او په نړیوالې ټولنې یې ږغ وکړ چې د دې پروسې ملاتړ وکړي.
په ملګروملتو کې د چین استازي تروریزم د یوه هیواد د ثبات لپاره ستر ګواښ وباله او پر هغه د لاسبري لپاره یې د ظرفیتونو د لوړولو غوښتنه وکړه.
ده همداراز وویل، د افغانانو په ګډون ښه حکومتولي باید پیاوړې شي او ټولې خواوې له اختلافاتو لاس واخلي او د سولې بهیر پرمخ یوسي.
چین په افغانستان کې د سولې لپاره له امریکا، پاکستان او افغانستان سره په څلور اړخیزو غونډو کې یوځای و خو هلوځلو یې نتیجه ورنه کړه.