تاند – په پاکستان کې دوه سکه ورونه د قربانۍ د غوښې په سر په خپلو کې سره په جګړه شول او یو بل یې په چاقوګانو ووهل چې دواړه روغتون ته انتقال کړای شول.
ویل کیږي چې دغه پېښه د پنجاب د ګوجرانواله په جنډیاله باغ سیمه کې رامنځته شوه.
د پاکستان د اردو پواینټ ورځپاڼې د خبر له مخې، یوه ورور د بل ورور له یخچال نه د قربانۍ غوښه را اخیستله چې پخه یې کړي خو د هغه له مخالفت سره مخامخ شو. په نتیجه کې دواړو یو په بل پسې چاقوګان راواخیستل او ویې وهل چې دواړه روغتون ته انتقال کړای شول.
په پاکستان کې د وګړو شمېر په نه کنټرولېدونکي ډول د ډېرېدلو خوا ته روان دی چې اوس له ۱۹۳ میلیونه ۶۷۰ زره نه هم پورته شوی او د ورلډومېټرز وېب سایټ د معلوماتو له مخې په اوسط ډول په ۱۰ ثانیو کې په کې یو نوی ماشوم زېږول کیږي چې ډېرو ته یې حتی لومړني ضروري خدمتونه نه ور رسیږي او وخت په وخت په کې داسې پېښې رامنځته کیږي.