تاند- افغان چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د برېښنا د ستنو د ورانولو له کبله په دوو ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۲ ملیونه افغانان له برېښنا بې برخې شوي دي.
د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک نن /جمعه/ وویل«یو شمېر وسله والو طالبانو د لغمان په بادپښ ولسوالي کې قصداً د برېښنا مزي غوڅ کړي دي.»
ده وویل چې طالبانو د برېښنا پر مزو ډزې کړي دي.«ټول ولایت او همداراز ګاونډي ننګرهار ولایت له ۱۲ ورځو راهیسي برېښنا نه لري.»
د ځواک په وینا د دولت وسله وال مخالفان غواړي په دې توګه پر حکومت او ملت فشار راوړي.
په وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفانو په کندوز کې له تاجکستان سره د افغانستان د سوداګري راکړو ورکړو د مخنیوي لپاره د الچین پُل ویجاړ کړ، ورسره جوخت یې پر لشکرګاه ښار لارې بندې کړې او پاکستان هم د سپین بولدک لار د افغانستان د مېوو د صادراتو په اوج کې څه باندې ۱۰ ورځې بنده کړه چې له کبله یې افغانانو ته زیات مالي تاوانونه واوښتل.