تاند – نن د ازاد قبایلو په مومند ایجنسۍ کی په یوه ځانمرګي بمي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او له ۳۰ نه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د مومند ایجنسۍ د سیاسي ادارې د چارواکو په وینا، دغه ځانمرګی برید د جمعې لمانځه پر وخت د امبار پایې خان کلي په جومات کې وشو.

د ایجنسۍ مرستیال کمېشنر نوید اکبر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د برید په وخت کې الله اکبر چیغه کړه او بیا یې خپلو چاودونکیو موادو ته چاودنه ورکړه.

د روانې میاشتې په اوایلو کې د مردان د ولسوالۍ د محکمې په مخکې په شوي ځانمرګي برید کې هم ۱۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ نه ډېر نور ټپیان شول.

پاکستان ټوډي ورځپاڼې د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۱مه په یوه راپور کې لیکلي وو چې په پاکستان کې له ۳۵ زرو څخه ډېرې دینې مدرسې فعالیت کوي. ویل کیږي چې د دغو مدرسو ګڼ شمېر یې د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) له خوا د هغو له چلوونکیو سره د همغږۍ له لارې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو په حیث استعمالېږي چې دغه ترهګر له روزلو څخه وروسته یا افغانستان ته د جهاد په نامه د جنګ له پاره لېږي او یا یې په پاکستان کې دننه د پښتنو او بلوچانو په سیمو کې استعمالوي.

One thought on “په مومند ایجنسۍ کې ځانمرګی برید، ۲۵ کسان وژلي، ګڼ ټپیان”
  1. ورونویویشتمه پیړی ده نور هوښیار شی، دا اوسنی جنګ په افغانستان او پاکستان کی دپښتون وژنی اودپښتون دنسل ختمولو په خاطر شروع شویدی

    دا جنګ دپاکستان دحکومت لخوا شروع شویدی، دپاکستان حکومت نه خدای منی، نه قرآنکریم منی، نه جماعت منی اونه پښتون اوبلوڅ منی

    دپاکستان حکومت مخامخ په تروریسی کړونو کی لاس لری، خوزه فکر کووم چه ملل متحد او نور نړیوال هم دپاکستان سره په دغه نسل وژنه کی لاس لری، که چیرته یی لاس نه درلودلای نو په دا پنځلس کلونو کی ملل متحد، امریکا اودهغوی نور ملګری دغه تروریستی انسان ضد اعمال ګوری اوفقط په شعارونو اوځینی کاذبو خبرو دغه اعمال غندی، تراوسه دوی کوم عملی اقدام نه دی کړی

    که ملل متحد اونړی وال غواړی ددغه تروریستی حکومت مخه ونیسی ، نوبیا ولی عملی اونظامی اقدام نه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *