ژباړه: نسيمه باري –
جمیل زما ډېر نژدې ملګری و، لومړنی ښوونځی مو یو ځای پای ته ورساوه او بیا په ليسه کي هم سره يو ځای وو. زه په دوولسم ټولګي کي پاته راغلم، خو جميل بريالی سو، ما زده کړه په نيمه لار کي پرېښووله، خو ده ماسټری وکړه او بیا نه پوهېږم چي چیري ولاړ؟ بس دومره مي واورېدل چي له يوې داسي کونډي ښځي سره يې واده کړی دی چي له پخواني مېړه څخه پنځه ماشومان لري.
جمیل ډېر عاشق مزاجه ځوان و. د ښوونځي په دوره کي به يې لا زړه ناارامه و او تل به يې ویل چي غواړي له یوې نجلي سره حقیقي مینه وکړي. تل به يې داسي کارونه کول چي له ميني سره به يې اړه درلوده او هر حرکت يې عاشقانه و. جمیل په ونه ډېر جګ نه و، خو ښه جذابه قواره او اندام يې درلود، ژر ژر یې خبري کولې او ډېر زيرک او په پوهنتون کي د ارواپوهني د پوهنځي محصل و.
کله چي ځوان سو، سمدلاسه يې نيت وکړ چي مينه به کوي. جميل څو جوړې نوي او ښکلي کالي هم جوړ کړل چي نجونو ته ګلالی معلوم سي او پام يې ورواوړي.
زه او دی به ماځیګر باغ ته تلو. ده به تل ځان ډېر ښکلی جوړ کړی او ښه عطر به يې هم وهلي وه چي د نجونو خوښ سي. باغ ته به هم ښایسته او هم بدرنګي نجوني راتلې، ده به تل هڅه کوله چي په هغوی کي یوه ځان ته جذ ب کړي، خو هر وار به په دې کار کي پاته راغی. یوه ورځ يې ماته وویل چي اې منټو نه به يې خبر؟ اخير مي ځان ته يوه نجلۍ خوښه کړه، ډېره ښايسته نجلۍ ده، باور وکړه چي د لمر په شان ځلانده ده. کله چي زه پرون سهار سپورټ ته ووتم، نو څو نجونی ښوونځي ته رواني وې، په دوی کي یوې له مخ څخه پوړنی ليري کړ، ياره د کافر لور دومره ښايسته وه چي ساري نه لري. بس ما هم پر هغه ځای پرېکړه وکړه چي جمیله نور نو بس دی، ډېري منډي دي وکړې، خو دا دی اخير دي د ښکلا مليکه پيدا کړه، ښه يې ويلي چي د صبر مېوه په مراد پخېږي. بيا يې وويل چي منټو! که زه لس ورځي پرله پسې پر هغه ځای هغې ته په لاره کي ودرېږم، نو ورته و به وايم چي مينه درسره لرم، په دې ډول به معلومه سي چي د دې هم خوښ يم که يا؟ جميل زړه نازړه و چي نجلۍ به د ده غوښتنه ومني او که به خپلي کورنۍ ته د ده په اړه شکايت وکړي، خو په هر صورت جميل دې دواړو حالتونو ته چمتو و.
دوهمه ورځ چي جميل سهار له خوبه راويښ سو، نو سمدلاسه يې هغه ځای ته د تلو نيت وکړ، بيا يې له ځان سره وويل چي نن خو جمعه او رخصتي ده، نه پوهېږم چي هغه نجلۍ دولتي او که خصوصي ښوونځی وايي؟ که زه هغې ته پرله پسې مخامخ وګورم کېدای سي بد يوسي او ښکنځل راته وکړي، خو که د خبرو چانس يې راکړ، نو څه به ورته وايم؟ جميل په زړه کي کرل او رېبل او په دې اړه سوچونو په مخه کړی و. بس اوس يې نو نيت کړی و او داسي فکر يې کاوه چي يوه ورځ به خامخا د ده د خوبونو شهزادګۍ راځي او ده ته به د ميني لاس ورکوي.
یو ورځ یوه بله نجلۍ د جمیل مخ ته تېره سوه، جمیل وغوښتل چي د هغې په لاس خپلي معشوقې ته ليک ورواستوي او د خپلي ميني خبره ورياده کړي. څو واره يې ليک وليکه ،خو خوښ به يې نه سو او بيرته به يې څيري کړ، خو اخير يې د ميني ليک بشپړ کړ چي په دې ډول و:
د جمیل زړګیه!
زه د خپل زړه درزا تاته د سلام په ډول در استوم. حیرانیږه مه چي دا څوک دی چي په دومره بې پروايۍ سره ليک را استوي. ما پرون ماځیګر شپږ بجې او یوولس دقیقې وليدې چي له خپلو همزولو سره د سینما مخ ته له بګۍڅخه راکښته سوې، کله چي مي سترګي درباندي ولګېدې، نو په هماغه يوه کتو مي زړه درباندي بايلود. که څه هم ته ولاړې، خو تصوير دي د تل لپاره زما په سترګو کي پاته سو. کله چي ته دوه ساعته وروسته بيرته راغلې، نو بيا مي هم وليدې، بس زړه ته يې واچوه چي زه د تل لپاره ستا مريی يم. نه پوهېږم چي نور څه در ته ولیکم ، بس دومره پوښتنه درڅخه کوم چي ایا ما د خپلي ميني وړ بولې که نه؟ که ځواب دي ( نه) وي، نو زه به د تل لپاره ستا مينه په زړه کي وساتم.
په درنښت
ستا د حسن او ښایست مريی، جميل
څو ورځي ورسته مي جمیل ولید، ويل هغه ليک مي نجلۍ ته نه دی ور استولی، ځکه نه غواړم چي مينه په ليک سره پيل کړم. کله چي یې پر خپل ليک له سره غور وکړ، نو پوه سو چي دا ليک لازم نه دی. څو ورځي وروسته یې په نجلي پسي دې خوا او ها خوا ته پوښتني وکړې، اخير يو چا ورته وويل چي هغه نجلۍ هيندواڼۍ ده او دی واده نه سي ورسره کولای، په دې ډول دا مينه له پيل سره سم پای ته ورسېده.
زه به هر وخت د جمیل دوی کور ته ورتلم، په کور کي یې داسي څوک نه و چي زما څخه یې پرده کړې وای، ما او ده به په ساعتونو ساعتونو بانډار او ټوکي سره کولې. د جمیل دوې کوچنیاني خويندي وې او یوه د عمه لور يې هم درلوده چي ( عذرا) نومېده او د جميل دوی کره به ډېره راتله. عذرا به د شپاړسو اوولسو کالو وه او موږ دواړو به اکثره وخت ملنډي په وهلې.
کله چي جمیل په مينه کي ناکامه سو، نو تر دوو میاشتو پوري پټه خوله و، هيڅ يې نه ويل، د ميني نوم خو يې بيخي نه ياداوه،خو ناببره يې اراده بدله سوه او په یوه پلا یې څلور پنځه نجوني د ميني لپاره غوره کړې. په دې نجونو کي يوې نجلۍ د جميل مور ته شکايت هم کړی و چي جميل يې څاري. دوهمه نجلۍ شري نيولې او پر مخ يې د دانو ټپونه پاته او مخ يې بدرنګه و. دریمي نجلۍ يوه اوونۍ وروسته د يوه قصاب له زوی سره کوزده وکړه، څلورمي نجلۍ جميل ته د ميني ډک ليک واستاوه چي دا ليک د جميل پر ځای د هغه د عمه لور عذرا ته په لاس ورغی.
یو ورځ جمیل ما ته وویل چی منټو (عذرا) ډېره ناځوانه نجلۍ ده. هغه ليک چي ما هغي نجلۍ ته استولی و، د عذرا لاس ته ورغلی او هره ورځ يې ماته راښکاره کوي او ځوروي مي. کله کله خو دومره خاري خبري او کنايې راته وايي چي ژړا راسي، خو کله چي زه ژاړم، نو دا سمه راسره ژاړي، اوس حيران يم چي څه وکړم؟
کله چي عذرا جميل تنګ کړي، نو جميل نور هم ضد ونيسي او په نجونو پسې سي. اخير جمیل په ډېرو منډو ستړی سو او داسي فکر يې کاوه چي نور مينه بس ده، بايد واده وکړم، خو بايد په دې اړه له خپلي مور او پلار سره خبري وکړم.
کله چي یې مور ته د نجلۍ وویل نو مور یې یوې او بلي خوا ته په خپلوانو کي د نجلۍ لټون پيل کړ. د ګاونډي يوه نجلۍ يې خوښه سوه، خو د هغې پزه لږ کږه وه او د خاله لور یې بیا له رنګه لږ توره وه،یوه بله نجلۍ هم وه خو مور او پلار يې نه ورکوله. د جمیل مور تر ډېرو ستړیاوو وروسته یوه نجلۍ خوښه کړه او د هغې دسمال يې راوړ. جمیل نور له خپلي ميني او مينتابه څخه دومره خواتوری سوی و چي له مور څخه يې د نجلۍ په اړه پوښتنه لا و نه کړه. جميل په دې اړه فکر کاوه چي اوس به له دې نجلۍ سره څنګه ګډ ژوند کوي؟
زه ډېر خوشحاله وم چي اوس به جمیل واده کوي او دده د عشق د مرض علاج ياني واده پيدا سو.
په کوزده کي خسرګنۍ جمیل ته د الماسو ګوتمۍ ور په ګوته کړه چي ده به هیڅ وخت هم له ګوتي څخه نه ایستله. پر هغې ګوتمۍ باندي يو شعر هم ليکلی و چي اوس زما نه دی ياد. جمیل یو څه روشن فکره و او ویل به یې چي هغه یوازي ژوند کوي، هر وخت به په دې فکر کي و چي څنګه به کور او کورګی جوړوي؟ …
شپې او ورځي تېرېدې او اخير واده هم رانژدې سو، خو جمیل خوشحاله نه و، ځکه دا واده د جميل له خوبونو سره برابر نه و چمتو سوی، مور او پلار یې یو ساده واده ورته جوړ کړی و.
تر واده وروسته یوه ورځ جميل سهار وختي په پټ لمر زما کور ته راغی او سخت وارخطا و، ويل زما د عمه لور عذرا ځان وژلی دی. عذرا دا زغم نه درلود چي د خوښي هلک دي يې له بل چا سره واده وکړي. هغې جميل ته يو له درده ډک ليک ليکلی و چي جميل به تل د ميني د يادګار په توګه له ځان سره ساته.