تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /جمعه/ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په پرونیو څرګندونو نهیلي وښوده، هغه یې بې ګټې وبللې او ویې ویل چې ښاغلي غني د پاکستان هغه هڅې یو مخ له پامه غورځولي دي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا دا اعلامیه د افغان ولسمشر د هغو څرګندونو په ځواب کې خپره کړه چې په ترانزیتي موافقه کې یې د هند د شاملېدو په اړه کړې وې.
ده وویل«موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو، پاکستان کلک باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي.»
پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هند این ډي تلویزیون ته وویل« ځیني مشران داسي لارې غوره کوي چې خپلو هیوادونو ته زیان اړوي، خپل خلک تاواني کوي. څه چې زه په مشخص ډول غواړم یاد کړم دا دي، څوک چې تروریستانو ته سترګک وهي او یا سترګې پرې پټوي، بالاخره منزوي کېږي.»
له دې جلا پرون د امریکا په مشرانو جرګې کې سناتورانو د پاکستان پر دوه مخې پالیسۍ نیوکې وکړې، ویې ویل تر څو چې پاکستان خپله پالیسي نه وې بدله کړې، د تروریزم پر ضد مبارزه به بریالۍ نه شي.
د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کروکر وویل، پاکستان په فوقالعاده ډول دوه مخیزه لوبه پرمخ وړي .
نوموړي وویل، پاکستانیان په افغانستان کې د امریکا د ګټو پر ضد کار کوي او د حقاني شبکې ملاتړي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وویل، اسلاماباد د هغو وسلهوالو پر ضد سمه مبارزه نه کوي چې د افغانانو او امریکا ګټو ته ګواښ پېښوي.
دا ټوله لو به دامریکې په اشاره کیږي ، که نه وي پا کستان دو مره جر ات نشي کولۍ
. پا کستان به هله . پوه شي چې غني ين یې په لکئ يښه کی
ږد ي هله به خبر شې جې تا رو ژبې له ورشې