په تیره نږدې یوه نیمه لسیزه کې هند د لیسانس او ماسټرۍ په کچه زرګونه افغان محصلین په خپلو پوهنتونونو کې په بیلابیلو برخو کې روزلي دي. د هند دا مرستې کیدای شي سیاسي موخې هم ولري، چې دلته به بحث پرې له اصلي موضوع څخه وتلو په معنا وي.

هند ته د افغان ولسمشر غني دوه ورځني سفر پر مهال د نورو ژمنو تر څنګ هند د خپلو پخوانیو مرستو سربیره دا ځل بیا د افغانستان لپاره ۱۰۰۰ نوي تعلیمي بورسونه هم اعلان کړي دي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال هلته له مېشتو افغان محصلینو سره لیدلي او له هند حکومته یې غوښتي، چې هغه لټ افغان محصلین چې زده کړو کې یې زړه نه لګیږي، بېرته هېواد ته ستانه کړي ولسمشر غني له هندي چارواکو غوښتي هغه افغان محصلین دې بېرته هېواد ته ولېږي، چې لټي کوي او په زده کړو کې زیار نه ګالي، چې وايي ټولو محصلینو ته شرایط ګران نه شي.د افغانستان ولسمشرۍ په هند کې د افغانستان سفارت او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت ته امر کړی، چې په هند کې د مېشتو افغان محصلینو ستونزې هوارې کړي. د ولسمشر غني دا غوښتنه پر ځای او د افغانستان په ګټه ده، ځکه یاد لټ زده کوونکي بیځایه له افغانستان سره د هند مرسته شوې پیسې مصرفوي او ډیر خو داسې دي چې د لسانس درې کلنه دوره یې لسو کلونو ته هم غځیدلې ده. خو پوښتنه پیدا کیږي چې آیا یاد زده کوونکي په رښتیا سره هم لټ دي؟

نه ! داسې نه ده هغوي چې زده کړو کې لټ دي او زده کړې پرې غمیږي په لومړي سر کې د زده کړو په نیمايي کال او یا لومړۍ یا دوهمه میاشت کې افغانستان ته راتښتیدلي دي، خو په زړه پورې دا ده چې هند کې افغان محصلین چې د لسانس درې کلنې دورې یې نهه کاله کیږي اوس هم پاخه اړولي دي په دوي کې کیدای شي یو کم شمیر یې لټ وي او په هر سمستر کې چانسونه خوري او کال شا ته پاتې کیږي، خو په نوي ډهلي او یو شمیر نورو مشهور ښارونو کې په سلګونو څه چې په زرګونو دا ډول لټ محصلین له افغانستان څخه تلوونکو افغان ناروغانو لوټلو لپاره ناست دي.

ما ته د شوې تجربې له مخې په نوي ډهلي او یو شمیر نورو مهمو ایالتونو کې د افغانانو لوټلو ته ناستو افغان محصلینو اصلي څیرې معلومې دي. په نوي ډهلي کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه تللي افغان محصلین او محصلینې له تیرو نږدې څوارلسو کلونو راهیسې د افغان ناروغانو پر سر له لویو روغتونونو ، درملتونونو ، لابراتوارونو ، مسافرخانو او ټکسي چلوونکو او د هوټلونو له آشپزانو سره د کمیشن کارۍ معاملې چلوي. په دې محصلینو کې یې له مشرقي رانیولې بیا تر لویدیځ ، مرکزي او شمالي ولایتونو اوسیدوونکي دي، چې یو شمیر یې د چور دې پیسو څخه مالامال شوي او په هند کې ځانګړي پلورنځي او سوداګرۍ برابر سیستمونه لري او یو شمیر نورو چې دا حرام ګټلي نو هندي نجونو سره د عیاشۍ او شرابخورۍ له لارې ترینه بیرته مصرفیږي.

دوه کاله وړاندې ډهلي ته د ناروغۍ درملنې لپاره تللی وم ؛ هلته مې داسې افغانان ولیدل چې په افغانستان کې زما د اوسیدو د کوڅې ګاونډیانو نومونه یې هم راته واخیستل او ډیر یې ځان راته خوږ او نږدې کړ وروسته مې له هغه څخه په هند کې د مصروفیت پوښتنه وکړه او چې د رازونو په خلاصون یې بریالی شوم، نو دا یې راته وویل چې د افغان ناروغانو په پښتورګو، د مرګ ته نږدې ناروغانو د سترګو او د بدن نورو غړو په خرڅولو له ډاکټرانو او په لویه کې له روغتونونو سره معاملې لري. هغه د بیلګې په توګه راته وویل چې د فراه یو اوسیدوونکي ترجماني یې کوله او ډاکټرانو یاد ناروغ ته وویل چې د پښې تور شوی هډوکی په عمیاتو سره جوړیږي، خو ناروغ دې ته شله ؤ چې ټوله پښه پرې کوي تر څو یې توروالی پورته نور بدن ته ولاړ نه شي، خو د ډاکټرانو له ټینګار سره سره ناروغ د پښې پریکول غوره وبلل او چې پښه یې ترینه پرې کړه، نو بیا یې ناروغ ته وویل چې په پښې څه کوې؟ ډاکټرانو ما ته وویل چې که پښه پر موږ پلوري نو بل ناروغ ته یې موږ پیوندوو او په درې لکه هندۍ کالدارې یې ترینه اخلو او که هسې یې غورځوي هم یې خوښه. یاد ژباړن محصل چې د غزني جاغوریو اوسیدوونکی ؤ ویل چې فراهي ناروغ ته مې وویل چې ډاکټران وايي پښه افغانستان ته درسره وړې او که همدلته یې غورځوې؟ او ناروغ وویل چې همدلته یې غورځوم، نو هماغه ؤ چې پر ډاکټرانو مې پښه په درې لکه هندۍ کالدارې وپلورله او پیسې مې په خپل جیب کې کیښودې.

خو دا یوازې یاد یو محصل نه دی چې دا ډول معاملې کوي ، بلکې د مشرقي ، شمالي او سویل لویدیځو ولایتونو ګڼ افغان محصلین او محصلینې دي چې په دې او نورو ډولونو افغان ناروغان لوټي. نو په کار وه چې افغان ولسمشر غني په خپل دې سفر کې د افغان ناروغانو دې او نورو ستونزو حل لپاره له هندي چارواکو سره خبرې کړې وای او د اوږدې مودې لپاره پاتې افغان لوټمارو محصلینو د نیولو او زنداني کولو غوښتنه یې کړې وای تر څو یاد محصلین په نورو نارواوو سر نه شي او هیواد ته په راګرځیدو ترینه په هیواد کې دننه د سرخوږي سبب نه شي، چې بیا به یې محارول ستونزمن وي.

دا مهال ۱۶ زره افغان محصلین په هندي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او ۶۰ زره نور له دغو پوهنتونونو فارغ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *