تاند- د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف پرون /شنبه/ ترانزیت ته ځانګړی نړیوال هوايي ډګر په عشق اباد کې پرانست.

د دغه هوايي ډګر په جوړولو، چې د عشق اباد نړیوال ترانزیتي هوايي ډګر نومېږي، ۲ ملیارده او ۲۵۰ ملیون ډالره لګول شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، قربان قُلي بیردي محمداوف هیله څرګنده کړه چې دا هوايي ډګر به ترکمنستان د سیمې پر یوه ترانزیتي مرکز بدل کړي.

دا هوايي ډګر چې یوازې ترانزیتي سپرلیو ته ځانګړی دی، دوه ترمینلونه لري او د ترکمنستان تر ټولو ستر هوايي ډګر دی.

د عشق اباد ترانزیتي هوايي ډګر په ۱۷ زره ۱۷۴ مترمربع ساحه کې د ترکیې د پیلمکس کمپنۍ له لوري جوړ شوی او په یوه ساعت کې د ۱۶۰۰ سپرلیو ظرفیت لري.

د هوايي ډګر د ترمینل پنځه پوړیزه ودانۍ ګوربت ته ورته والی لري چې د ترکمنستان د هوايي شرکت نښان دی.

ټاکل شوې ده چې هر کال ۱۷ ملیونه مسافر له دې هوايي ډګره کار واخلي او څه باندې ۲ لکه ټنه تجارتي مال له دې لارې کښته – پورته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *