خبریال: احمد رشاد –
د اسټرالیا حکومت د بیړیو له لارې راغلي کډوال په خپله خاوره کې میشتیدو ته نه پریږدي، دغه کډوال په توقیف خونو کې ساتي او د دې کار په بدل کې ډېرو لوړو لګښتونو ته اوږه ورکوي.
یوه تازه څیړنه ښيي چې له (۲۰۱۳) کال راهیسې اسټرالیا په توقیف خونو او د پناه غوښتونکیو د قضیو د څیړلو په بهیر، نهه عشاریه شپږ (۹/۶ بیلیونه ډالر) لګولي دي.
د څیړنې له مخې، اټکل کیږي چې تر راتلونکیو څلور کلونو پورې پنځه عشاریه اوه (۵/۷ بیلیونه ډالره) نور، لګښت هم راشي.
په اسټرالیا کې د یونیسف او د ماشومانو د ملاتړ ادارې لخوا د دغې څیړنې له مخې، په یاد شوي رقم کې د بیړیو د ګرځولو او په کمبوډیا کې د کډوالو د میشت کولو د ناکامې لړۍ لګښت هم شامل دی؛خو د کډوالو په اړه ځینې نور لګښتونه په یاد شوي رقم کې نه دي شامل.
اسټرالیا له بیوزلي هیواد کمبوډیا سره هم د کډوالو تړون لري، خو دغه هیواد ته څوک زړه نه ښه کوي. یو وخت د استرالیا اړوند له یوې توقیف خونې څخه یو څو کسان ورغلي وو چې دوه یې بیرته را وتښتیدل.
د اسټرالیا حکومت، د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره په (۲۰۱۳ کال) کې سختې کړنلارې وضع کړې. دا هغه وخت و چې د لیبرال ګوند له کارګر ګوند څخه ټاکنې وګټلې او د ټوني ابوټ تر مشرۍ حکومت جوړ شو.
د همده په حکومت کې له ناقانونه کډوالو څخه د سمندري سرحدونو د خوندي ساتلو په موخه عملیات پیل شول، کړنلارې سختې شوې او د انساني قاچاق مخه ونیول شوه.
دا مهال له اسټرالیا سربیره، د دغه هیواد په مالي ملاتړ په نایرو او پاپوا نیو ګینا کې هم توقیف خونې فعالي دي. د مانوس توقیف خونه د پاپوا نیو ګینا په کوچني هیواد او د نایرو توقیف خونه په نایرو کوچني هیواد کې فعالیت کوي چې په ټولیزه توګه دواړو کې نږدې (۱۴۰۰) کسان ژوند کوي.
لګښتونه او بدنامي
تازه څیړنه ښيي چې له ساحله لرې د مانوس او نایرو د توقیف خونې هر پناه غوښتونکی د کال (۴۰۰ زره ډالر) لګښت لري او د ساحلي توقیف خونې د هر پناه غوښتونکې لګښت له یاد شوي رقمه (۴۰۰۰۰ډالره) لوړ دی.
له دومره لګښت سره سره، د توقیف خونو وضعیت غیر انساني،ویرونکی او د انتقاد وړ دی. وخت نا وخت له دواړو توقیف خونو څخه بوږنوونکي خبرونه خپریږي او د اسټرالیا پر حکومت نیوکې کیږي.
راپورونه کاږي چې په توقیف خونو کې د خلکو ژوند دومره ترینګلی دی چې پر بیلابیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي او ځینو خو یې ځان وژنې هم کړي دي.
له مانوس توقیف خونې څخه تازه راپور دا دی چې دلته خلک د درملو په زور خوب کوي، ټوله شپه له ویرې ویښ ناست وي، خپلو کې خبرې کوي او سګرت څکي. د دې توقیف خونې اوسیدونکيو ویلي چې دوی د درملو له کمبود سره مخ دي او حتی د ډيرو شدیدو دردونو د درملنې لپاره هم ورته یواځې پراستامول ګولۍ ورکول کیږي.
خو کله داسې هم کیږي چې ډیر خطرناک ناروغان اسټرالیا ته د درملنې لپاره انتقال شي چې له تداوي وروسته بیرته همدلته رالیږل کیږي.
په دغو توقیف خونو کې څو ځلې اعتراضیه مظاهري شوي، همدارنګه د توقیف خونو د اوسیدونکیو په ملاتړ څو ځلې په اسټرالیا او خارج کې هم مظاهرې شويدي. د توقیف خونو پر وضعیت نیوکې شوي او له استرالیا څخه غوښتل شوي چې توقیف شوي کسان باید ازاد او همدې هیواد کې یې ځای پر ځای کړی، خو اسټرالیا پر دغو غوښتنو د رد کرښه کاږلې ده.
د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن، بار بار ویلي چې دوی د کډوالو د مخنیوي لپاره په میلیاردونو ډالر لګولي او نشي کولای چې په دغه کړنلاره کې تغیر راولي.
د اسټرالیا لپاره د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save The Children) اجرایوي مشر پاول رونالډ (Paul Ronalds) د پناه غوښتونکیو اوسنی چوکاټ غیر انساني، غیر اقتصادي بللی او ویلي دي چې دا سیستم د نورو هیوادونو لپاره موډل نشي کیدای.
له ټولو ډير کسان (شاوخوا ۸۵۰) په مانوس توقیف خونه کې دي. په دغو کسانو کې د ایران، سریلانکا، پاکستان، بنګله دیش، افغانستان، عراق، برما، هندوستان، نیپال، سومالیا او لبنان خلک شامل دي.
پاپو نیوګیني هیواد سترې محکمې څو میاشتې وړاندې دغه توقیف خونه غیر قانوني اعلان کړې وه او د تړل کیدو حکم یې کړی و. هغه مهال داسې ګونګوسې وې چې ګوندې اوسیدونکي به یې استرالیا ته منتقل شي، خو اسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې دې کار ته چمتو نه ده. د دغه هیواد د کډوالو چارو وزیر وویل چې که توقیف خونه وتړل شي نو اوسیدونکي به یې یا خپلو هیوادونو ته ځي او یا به همدې کوچني هیواد ( پاپو نیو ګیني) کې د پناه غوښتنې لپاره درخواست کوي.