مونږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت لخوا د حزب اسلامي سره د سولې په اړوند د بریالیو مذاکراتو او خبرو اترو څخه خوښ او د حزب اسلامي سره د سولې کولو تر څنګ په ټول افغانستان کې د سراسري سولې څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوو.

ددې تر څنګ مونږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ولسمشر ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني باندې غږ کوو تر څو د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک څخه وروسته د افغان طالبانو سره هم په عملي ډول د سولې لپاره زمینه برابره شي او د هغوی سره هم د سولې په اړوند خبرې او عملي اقدامات ګړندي شي.

ځکه چې د حزب اسلامي تر څنګ افغان طالبان هم دا حق لري تر څو په سوله ایز ډول خپل هوسا ژوند ته په افغانستان کې ادامه ورکړي او د افغانستان په سیاسي بهیر کې رسماً خپله ونډه واخلي.

د زرمت ځوانانو ټولنه ټولې مخالفي وسلوالې ډلې سولې ته رابولې او پر حکومت هم غږ کوي چې د سولې په مخ کې ټول شته خنډونه له مینځه یوسي او سولې ته لاره هواره کړي.

په درنښت
د زرمت ځوانانو ټولنه

2 thoughts on “د زرمت د ځوانانو ټولنه د حزب په شان له طالبانو سره د سولې د موافقې غوښتونکې ده”
  1. د زرمت ویښو اوشاه ځلمو ځوانانوستاسو دنیکواحساساتو اودسولی اعلامی څخه یوه دنیا مننه،
    بلی تاسی ځوانان اودوطن ټول ځوانان باید دافکر ولری، چه وطن په څه ډول ددغه تپل شوی اونامعلومه جګړی اوغمیزی څخه خلاص کړی.

    ورونو لمړی باید دحکومت اوحکمتیار دسولی آوازه ریښتنی شی، ځکه په لسهاوو ځله ددغی سولی دلاسلیک خبر په نن اوسبا وټاکلی شی، مګر وروسته دنن خبر میاشت اودسبا خبر کال ته وغزیږی، افغانان اوبهرنیان هم دغه جریان تعقیبوی مګر……… څه بل حالت او کشمکش روان دی.

    اوس دافغانستان دټولو ځوانانو دنده داده چه دحکومت په مشرانو په یو آواز غږ وکړی، چه دسولی دځنډ په هکله خپل دریځ ژر تر ژره اعلان کړی، ځکه خدای نکړه که سوله هم په فساد، سیاسی مصلحتونواودرواغو روانه وی، نوبیا خوسوله کومه معنی نلری، اوپه وطن به مو ددغه خونړی اوتباه کوونکی جنګ غمیزه روانه وی، ترڅو چه ختم شوهغه هم دسولی په کاذب سیاست کی

    خبره نوره نه اوږدوم، مونږ به دحکومت او حکمتیار دسولی کړه وړه په عملی ډول وګورو، بیا به دبلی سولی غم اوتګلاره نیسو، ترڅو وطن ته نور نجات ورکړو.

    په اخرکی دزرمت ځوانانو ټولنی دسولی دغی نوښت او اعلامی ته سلام کوم

    او دوطن دټولو ځوانانو څخه هم ورته هیله اوغوښتنه لرم، چه خپل ټول فکرونه دسولی په راوستلو کی بوخت وساتی.

    په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *