تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي، پولیسو د نیویارک ښار د حملې په تړاو هغه افغان نیولی چې دوی یې له نن سهاره د موندلو هلې ځلې کولې.

اسوشیتید پریس وايي، یوه امریکايي چارواکي ورته وویل چې د رهامي د نیولو په مهال د پولیسو او نوموړي ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دوه پولیس ژوبل شوي دي. خو څرنګه چې پولیسو مرمۍ ضد جاکټونه اغوستي وو، ټپونه یې برسېرن دي.

امریکايي رسنیو د احمدخان رهامي تصویرونه په ټپي حال کې ښکاره کړي دي.

2ویل شوي چې نوموړی نیویارک ته نژدې د نیوجرسي په لیندن کې نیول شوی دی.

لیدن د الیزابت ښار د جنوب لوېدیځ په ۶ کیلومترۍ کې دی. په الیزابت کې د یکشنبې په ورځ نور چاودېدونکي شیان موندل شوي وو.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې مامورین وايي، ۲۸ رهامي د منهاټن د شنبې د شپې (۹ بجې) په حملې کې لاس لري.

پولیس وايي چې رهامي (رحیمي) په ۱۹۸۸ م کال په افغانستان کې زېږېدلی او د امریکا تابعیت یې اخیستی دی.

پولیس وايي چې د سپټمبر د ۱۷ مې نېټې بمي برید رهامي کړی خو تراوسه پوري په دې اړه څه نه شي ویلی چې د رهامي د برید انګېزه به څه وه. خو د نیویارک والي یا ګورنر وايي، له ټولو نښو داسي ښکاري چې د منهاټن د چیلسي د سیمې بمي برید یو تروریستي عمل و.

One thought on “امریکايي پولیسو د نیویارک د حملې عامل ونیوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *