د مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه
په هېواد کې روانه جګړه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده. دا جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره زور اخلي او قربانیان يې افغانان دي. په جګړه کې ښکيل لوري بايد پدې پوه شي، چې د جنګ او زور له لارې قدرت ته نشي رسېدلی ، همدا راز هغه ډلې او کسان چې د سولې پر وړاندې خنډونه پيداکوي، په هېڅ صورت په افغان ولس کې ځای نلري او دا ملت ضد هڅې به يې ناکامې وي.
له حزب اسلامي او بل هر وسلوال مخالف سره د سولې د ټينګښت په هکله هلې ځلې او همدارنګه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ښاغلي ولسمشر له لوري وروستني توشیح شوي فرمان مثبت ګامونه دي، چې د ملت جدي اړتياوې دي او د هغو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
ملي ثبات ټولنه د يو افغانستان شموله ټولنيز بنسټ په توګه د پورته ذکر شويو او یو لړ نورو ملي مسايلو په هکله د خپلو مسؤليتونو په درک سره خپل دريځ اعلانوي او ښکيلو لوريو او مسؤلينو ته لاندې سپارښتنې او غوښتنې وړاندې کوي:
- موږ د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کوو چې جګړه په هېڅ صورت د حل لاره نه ده او شته ټول اختلافات او غوښتنې دې د بین الافغاني میکانيزمونو له لارې حل او فصل کړي؛
- سوله د الله (ج) امر او د افغانانو خورا ستره اړتيا او اساسي غوښتنه ده، چې دولت باید د ملت دغې غوښتنې ته لومړیتوب ورکړي.
- له حزب اسلامي سره د سولې روان بهېر او په لویه کې د سولې د ارادې د شتون په اړه د ولسمشر د هلوځلو ملاتړ او ننګه کوو؛
- دسولې پر وړاندې مخالفت او خنډونه پيدا کول په اصل کې دالله (ج) د امر او د افغانانو د اساسي غوښتنې سره مخالفت دی. ولسمشر دې د هغو ګوتو په شمېر کړيو او اشخاصو څېرې ملت ته بربنډې کړي، چې له سولې سره مخالفت کوي؛
- پر وسلوالو طالبانو هم غږ کوو، چې د هېواد د لوړو ګټو او ټول ملت د غوښتنې او تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره له دولت سره د بین الافغاني مذکراتو له لارې رامخته شي؛
- له نړيوالو څخه مو غوښتنه ده چې دسولې پروسو په اړه اخيستل شوو ګامونو څخه دملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې دواقعې سولې راتګ ته د افغانانو په لاس لاره هواره کړي؛
- د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لخوا توشیح شوی فرمان، چې پکې وړو حوزو وېشل په نظر کې نیول شوي، د عدالت له مخې د ټول ملت په ګټه او موږ د دې سیستم دپلي کولو غوښتنونکي يو؛
- راتلوونکې پارلماني ټاکنې بايد نورې د ځنډ سره مخ نه شي او حکومت دې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ولس ته خپله عملي اراده په ډاګه کړي او تر دې ډېر په بېلابېلو پلمو د دغې ملي پروسې ځنډول ملت ته د ملنو وړ نه دي؛
- له ټاکنو کمېسیون څخه مو غوښتنه ده چې د راتلوونکو پارلماني ټاکنو دترسره کولو لپاره دهراخیز چمتوالي ترڅنګ دشفافیت لپاره اړين ميکانیزمونه وړاندې او په دې برخه کې دمشکل په صورت کې معلومات له ملت سره پر وخت شریک کړي؛
- په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحاتو په پلمه د کمېسیون له کارکوونکو او اشخاصو سره عقدوي چلند او غچ اخېستنه د اصلاحاتو په مانا نه ده بلکې اصلاحات بايد په قوانینو او سیستم کې رامنځته شي؛
- او په پای کې یوځل بيا د سولې د روان بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوو او د دولت له هر هغه مثبت ګام څخه، چې پایلې يې د خلکو په ژوند کې مثبت تغیرات رامنځته کوي، ملاتړ او ننګه کوو.
په درنښت،دملي ثبات مشرتابه