تاند- د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دونالد ترمپ وايي، د امریکا متحد ایالتونه باید له احمد خان رهامي څخه، چې د نیویارک او نیوجرسي په تروریستي حملې تورن دی، د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ژر تر ژره له هرې هغې شېوې کار واخلي چې په قانون کې یې اجازه ورکړای شوې ده.
ترمپ په ملنډو وویل، احمد خان رهامي ته به په لویه کچه طبي خدمات وړاندې شي او د لوړې کچې مدافع وکیل به ورته ونیول شي.
په همدې وخت کې د ترمپ یو شمېر پلویانو نارې کړئ«په دار یې وځړوئ!»
ترمپ وویل، د دې لپاره له رهامي څخه د ژر تر ژره تحقیقاتو او معلوماتو د اخیستلو غوښتنه کوي چې د متهمانو پر محاکمې اوږد وخت وځي او په اخر کې د خلکو له یاده وتلی وي او بیا هغسي جزا نه ورکول کېږي لکه څرنګه چې په لومړي سر کې ورکول کېږي.
د رهامي ګاونډیانو او اشنایان څه وايي؟
سره له دې چې رهامي، د امریکا تابعیت اخیستی او نور یو امریکايي و، خو په درسته نړۍ کې یو ځل بیا د افغانستان نوم له یوه تروریست سره یاد شو.
د رهامي (ممکن رحیمي وي) ګاونډیانو او د رستوران (چکن شاپ) مشتریانو امریکايي رسنیو ته ویلي چې نوموړي له خلکو سره صمیمي، سخاوتمند او ښه چلند کاوه، ډېر ځلي به یې د موټرونو په اړه خبرې کولې او سخاوت یې تر دې حده و چې ځینو خلکو ته به یې وړیا ډوډۍ ورکوله.
خو کله چې د دوشنبې په ورځ د نیویارک او نیوجرسي د بمي حملو په تور ونیول شو، اکثره هغه خلک حیران شول چې دی یې له نژدې پېژانده.
دوی وايي، ممکن په وروستیو کې د رهامي ذهنیت بدل شوی وي او یا به یې خپله اصلي څېره له خلکو پټه کړې وه.
د رهامي پلار او وروروڼو له اوږدې مودې راهیسي د خپل رستوران له ګاونډیو کورونو سره دعوه لرله او په نیوجرسي کې د الیزابت د سیمې چارواکي وايي، د دوی جنجال په دې وو چې ګاونډیانو یې ویل رستوران د شپې تر ډېرو خلاص وي او د خلکو تګ راتګ او په لوړ ږغ خبرې د دوی خوب خرابوي، خو د رهامي کورنۍ ویل چې ګاونډیان یې د دې لپاره شکایت کوي چې دوی مسلمانان دي او شکایت د تبعیض پر اساس کوي.
رهامي افغانستان ته تر تګ وروسته بدل شو
د فلي جونز په نوم یوه تن رسنیو ته وویل چې رهامي یې له ډېر پخوا راهیسي پېژانده، وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ م کال افغانستان ته لاړ او بېرته راغی، په هغه کې تغییر راغی. له راستنېدو وروسته زیات مذهبي شو او د جامو اغوستلو شېوه یې هم بدله شوه.
نوموړی پرون /دوشنبه/ نیویارک ته نژدې د نیوجرسي په لیندن کې ونیول شو.
لیدن د الیزابت ښار د جنوب لوېدیځ په ۶ کیلومترۍ کې دی. په الیزابت کې د یکشنبې په ورځ نور چاودېدونکي شیان موندل شوي وو.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې مامورین وايي، ۲۸ رهامي د منهاټن د شنبې د شپې (۹ بجې) په حملې کې لاس لري. په دې برید کې ۲۹ تنه ژوبل شول.
پولیس وايي چې رهامي (رحیمي) په ۱۹۸۸ م کال په افغانستان کې زېږېدلی او د امریکا تابعیت یې اخیستی دی.