تاند- په متحده عربي اماراتو کې یوې ښځې ادعا وکړه چې خاوند ورڅخه ۵ لکه درهمه په دې پلمه پور کړې چې سوداګري پرې کوي، خو ده پرې بل واده وکړ او یو لوکس موټر یې پرې واخیست.

د (MSN) نیوز د راپور له مخې، دا ۲۷ کلنه اماراتۍ، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، وايي چې له خورا بد حالت سره مخامخ شوې، شواهد یې په العین کې د کورنیو چارو محکمې ته سپارلي او له خپل خاوند څخه یې د طلاق غوښتنه کړې ده.

دې محکمې ته وویل «ما له خپل خاوند سره زښته زیاته مینه لرله، ده قناعت راکړ چې له بانکه ورته ۵ لکه درهمه (شاوخوا ۱۳۰ زره ډالر) پور واخلم. ده راته وویل چې په یوه بل ښار کې له خپل یوه ملګري سره شریک کاروبار لري او دا پیسې به د ده کاروبار څو چنده ښه کړي.»

دا ښځه، چې له خپل اوسني خاونده دوه ماشومان لري، وايي چې اوس د بانک پوروړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *