تاند- امریکايي رسنۍ وايي، د نیویارک او نیوجرسي د وروستۍ حملې په تړاو د نیول شوي احمدخان رهامي (رحیمي) پلار د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې یې جهاد کړی دی.
نیویارک ټایمز وايي چې احمد خان رهامي په ۲۰۱۱ م کال یوه موده په کندهار کې، چې د طالبانو زېږنځای بلل کېږي، اوسېدلی دی.
د احمد خان رهامي پلار محمد رهامي یو کال پخوا د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې ته شکایت کړی و چې زوی یې تروریست دی خو ایف بي آی د ده شکایت ته چندان پاملرنه ونه کړه.
سي این این تلویزیون وايي، ځیني شواهد ښيي چې احمد خان، چې په کوچینوالي کې امریکا ته تللی و او د دغه هیواد تابعیت یې اخستی و، ممکن له القاعده شبکې اغېزمن شوی و.
د ده پلار وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د روانې جګړې مخالف دی.
د امریکا د امنیتي چارواکو په وینا ۲۸ کلن رهامي (رحیمي) د پاکستان په کوټه کې، چې د افغان طالبانو د مشرتابه مرکز دی، په ۲۰۱۱ م کال څو اوونۍ تېرې کړي دي.
دوی وايي چې رهامي دوه کاله وروسته په ۲۰۱۳ م کال بیا پاکستان ته لاړ او د ۲۰۱۴ تر مارچ میاشتې پوري همالته پاتې شو.
رهامي پر کوټې سربېره په ۲۰۰۵ م کال کراچۍ ته هم لاړ او دا دواړه ښارونه د افغان طالبانو د مشرانو هستوګنځایونه دي.
ډیراعلی !پلاریې دشوروی پر ضد جهاد کړی اوزوی يې هم باید دامریکې پر ضد جهاد وکړی (پسری که ندارد ،نشان ازپدر+پسر مخوانش اواست ازدګر)