د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۹۴ کلیزې په ویاړ د ډاکتر اشرف غني د مبارکۍ پیغام.

ویاړم چې نن بیا هغه ورځ رادبره شوې چې زموږ د تاریخ زرین څپرکی جوړوي. پر دې ورځ زمونږ هېواد د غازي ان الله خان تر مشرۍ لاند د هېواد سیاسي خپلواکي وګټله . افغانستان دنړۍ په هېنداره کې د یو خپلواک هېواد په توګه څرګند شو. پر خپل ویاړلي مسلمان ملت غږ کوم چې موږ باید د دغې ورځې لاسته راوړنې تحلیل کړو هغه بنسټونه چې موږ ته له دغې ورځې په میراث راپاتې دي پرهغو غور وکړو. له سپېڅلو احساساتو نه باید داسې کار واخلو چې پر هغه زموږ د هېواد بنسټونه پایښت مومي.

د خپلواکۍ له ورځې راپه دېخوا د لسو کلونو په بهیرکې چې زه یې نابشپړ شوی فصل بولم هغه لاسته راوړنې مخې ته کېږدو چې زموږ دهېواد ملي حاکمیت،حکومتوالي او دولس او دولت ترمنځ اړیکه ترې څرګندېدای شي، تر ټولو مهمه خبره داده چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان یو له هغو څلوروهېوادونو(سعودي عربستان، ایران،ترکیه) څخه وګڼل شو چې د یو ځانګړي او خپلواک هېوادپه توګه څرګند شو. دا نو داسې مهال دی چې د ګوتو په شمار هېوادونه له  کورني او بهرني یرغله خلاص وو،افغانستان د نړۍ پر بام د یو خپلواک هېواد په توګه خپل بیرغ ورپاوه، پر دغه مهال افغانستان د قانون دحاکمیت اصل هم خپلوي، د دولتي چارو د ترسره کولو لپاره منظمې او منسجمې نظام نامې رامنځته کوي. د سیمې په کچه یو بل لوی کار دا کېږي چې له ملې روحیې سره سم د لویو جرګو په جوړېدو سره زموږ ملي ارزښتونه پایښت مومي.

پر دغه مهال د دریو جرګو له لارې د هېواد ملي حاکمیت تحقق مومي.

د رسنیو بازار تودیږي، د پوهنې ډګر ته ځانګړې پاملرنه کېږي، میراثي مطلقه حکومت پر مشروطه حکومت بدلیږي د سراج الاخبار او سراج النسوان له لارې په رسنیو کې داسې څېرې رامنځته کېږي چې د مشروطه غوښتنې او په هېواد کې د ژورنالیزم بنسټګر بلل کيږي ، په دغو کسانو کې یو هم د محمود طرزي افکار او هڅې د یادونې او ستاینې وړ دي. یو څه چې افغانستان پر دغه مهال تر لاسه کوي هغه د حکومت والۍ د بنسټونو تشریح کول دي.

غازي امان الله خان د ولایتي سفرونو په ترڅ کې د حکومتوالۍ بنسټونه ژوندي او تشریح کړل. دغو سفرونو ته یې لیکنۍ بڼه ورکړه، د دغه مهال یو بله لویه لاسته راوړنه د ټولنې د بېلابېلو وګړو ترمنځ اړیکه،درناوی او حقوقي صلاحیت څرګندول وو. د نر،ښځې، ماشوم او ځوان حقه حقوق او په ټولنه کې د دوی صلاحیتونه او مسولیتونه په ډاګه کول وو.

په افغانستان کې پر همدغه مهال د ښار جوړولو فرهنګ هم دودیږي ، څرګندې بېلګې یې د دارالامان عصري ماڼۍ جوړښت دی چې له فرانسوي مهندسانو له خوایې طرحه وړاندې شوې وه ، دا ماڼۍ په سیمه کې یوه بې نظیره ماڼۍ ګڼل کېده. افغانستا دا مهال د بودجې له کسر سره هم نه و مخ او د مالیې په برخه کې یې یو انسجام لاره. دغو او دې ته ورته لاسته راوړنو ته که موږ وګورو نو په افغانستان کې باید د ملي یووالي او ملي حاکمیت تر سیوري لاندې خپلو چارو ته دوام ورکړو . د دې هېواد وقار او عزت ساتنه د هر افغان ملی او اسلامي فریضه ده .

راځئ چې په ګډه د ګران هېواد بنسټونو ته ژمن پاتې شوو او رغونه یې خپل کارو وبولو.

د یو سر لوړي، اباد سوکال، او ویاړلي افغانستان په هیله

One thought on “د ډاکټر اشرف غني د مبارکۍ پيغام”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *