دغه فرانسوي نوموتی فیلسوف او پوه په ۱۶۸۹ د (بردو) ښارګوټي ته نیږدې په یوه پېژندل شوې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

دغه هوښیار کوچني خپلې لومړنۍ زده کړې په هماغه ښار کې پای ته ورسولې او د حقوقو په برخه کې یې د زده کړو هڅې وکړې.

دی  د بردو ښار د مشر په توګه په کال ۱۷۱۶  زېږدیز وټاکل شو. د مطالعې، لیکلو او فکر کولو سره د ده بې کچې مینه لامل شوه، چې خپل لومړني ارزښتمن اثار ولیکي. د دې پوه لومړنی کتاب د (( ایراني لیکونه)) په نوم دی چې د دې نوم  په هغه کې کتاب کې نه دی راغلی.  په دې کتاب کې هغه د خپل وخت سیاسي، ټولنیزه او مذهبي وضعه بیان کړې چې په ځنیو برخو کې د طنز او کنایو هم ګټه اخیستل شوې.

له دې شېبو ډېر وخت نه و وتلی، چې په ټولنه او سیاست کې یې نوم د ټولو په ژبه شو.

هغه په ۱۷۲۴ د فرانسې د علومو د فرهنګتون غړی شو چې دا د ده د مشهورتیا له امله و.

هغه مهال یې په ۱۷۲۸ زېږدیز کال اروپا ته په سیاحت پیل وکړ،ده هغه مهال له مشهورو شاعرانو سره وکتل  او حصوصاً یې د انګلیستان په سفر کې ډېرې تجربې لاسته راوړې.

منتسکیو په ۱۷۵۰ کال د دایره المعارف په برابرولو او تدوین لاس پورې کړ، چې د لوبرتون،بریاسون او دنیس دیدرو له خوا ژباړل شوی و او ده  په دې برخه کې د هغه وخت له مشهورو او تکړه لیکوالانو روسو، ولتر او بوفون سره هم مرسته وکړه او هغه دایره المارف چې زیاته برخه یې د هغه مهال فلسفي افکار وو،  وروسته بیا د هغې سیمې د مشرانو چې هغه وخت به یې ورته اربابان ویل خوښ نه شول او د دې اثر په چاپ یې په  ۱۷۵۲ زېږدیز او ۱۷۵۹ زېږدیز کلونو کې بندیز ولګاوه.

منتسکیو دخپل عمر ټوله پایله چې د زیاتو ځیړنو او په ټولنه کې د شتوو حالاتو د تجربې په ترلاسه کولو سره یې لاسته راوړې وه د ((د قوانینو روح)) په نوم په ۱۷۴۸  زېږدیز کال د پوهې او فلسفې نړۍ ته وړاندې کړ.

هغه تل په دې هڅه کې و،  چې د خپلو علمي او ټولنیزو تجربو په وسیله د قوانینو د پیدا کېدو ریښې کشف کړي.

هغه په ډېر غور او فکر په تاریخي او ټولنیزو مسایلو کې په دې اصل ((قوانین د هر ټولنې داړتیا له مخې منځته راغلي))لاس پورې کاوه.

هغه د خپل فکر په وسیله د قوانینو پیدا کولو د فلسفې له اړخه؛ نو د همدې کار له امله دی د اروپا د رنسانس د انقلاب د بنسټګرو او له قوي مبارزینو ګڼل کېږي. د دې فیلسوف بل ارزښتمن اثر تحلیلٍي اثر((د رومیانو د پرمختګ او ماتې د علت څيړنې)) په نوم و.

دې فیسلوف په ۱۷۵۵ کال په داسې حال کې چې عمر یې ۶۶کلونو ته رسېده د اورپا او جهان له خلکو سره د خدای په امانۍ لاسونه پورته کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *