نعمان دوست

د تخار د خواجه بهاوالدین په پخواني محبس کې شاوخوا (۷۰۰) کسان یرغمل شوي وو او بیرون ورته لرګي په لاس خلک ولاړ وو. محاصره شوي کسان هره شیبه د برید له خطر سره مخ وو او هره شیبه یې د خپل سر او عزت خیر غوښته.

د دوی جرم دا و چې له کلونو کلونو جلا وطنۍ وروسته له پاکستانه خپل وطن ته راستانه شوي وو.
دوی د بلوچستان ایالت په ژوب ښار کې د وطن د بیا لیدلو په تمه کابو دوه نیمې لسیزې انتظار کړی و، خو د معمول خلاف ( د صبر میوه یې خوږه نه وه).

دا کسان د بیلابیلو کورنیو غړي وو چې ماشومان، زنانه، سپین ږیري او ځوانان پکې شامل وو.

له کلابندو کسانو څخه یو هم عبدالحکیم و چې د خپلې کورنۍ برخلیک ته اندیښمن و. هغه پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې له محبس شاوخوا لرګي په لاس ازبکان ګرځي او که د پولیسو ویره نه وي، نو برید کوي. هغه دا هم ویلي و چې د دوی کډې په کمازونو (روسۍ لارۍ) او ټکټرو کې بار دي خو له ویرې یې نشي ښکته کولای.

هغه مهال له خواجه بهاوالدین سربیره د تخار د درقد او ينګي کلا ولسواليو ترمنځ لږکي ګوجر هم د ځايي خلکو له ګواښ سره مخ وو او داسې ورته غوریدل لکه وږي لیوان چې پر کبلیو پیښ شي.

دا د ۱۳۸۷ کال د سنبلې کیسه ده، دا د هغو پښتنو کیسه ده چې د ظاهرشاه په واکمنۍ کې ورته هلته زمکې ورکړل شوې وې، کلونه کلونه یې پکې په خوشحالۍ ژوند کړی و، خو چې کله مهاجر شول نو جایدادونه یې ځايي زوراکو خپلو منځو کې وویشل او دوی یې ترې محروم کړل.

کیسه یواځې همدلته نه خلاصیږي، په بیلابیلو سیمو کې ځايي زوراکو د خلکو جایدادونه غصب کړي او اصلي مالکان یې ترې په خپل شخصي زور محروم کړي دي.

هغه مهال د کډوالو بلوونکي ( جناب حامد کرزي صیب) ځکه په دې اړه جدي غبرګون نه ښوده چې   دوهم ځل انتخابات را روان و او دا جناب د ځايي خلکو رایو ترلاسه کولو ته په تمه و.

اوس بیا حکومت په توده وینه کې راغلی، په ټول توان کوښښ کوي چې کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، دا یې ښه کار دی. همدا کډوال دي چې مسلمان ګاونډیان ترې په ډيرې بزدلۍ  پر افغانستان د فشار د الې په توګه استفاده کوي، دا اله یې باید نور له لاسه واخیستل شي چې د افغانستان فشار نارمل شي.

اوسنی بلوونکی ( ولسمشر محمد اشرف غني) باید د دعوت تر څنګ یو خدمت هم وکړي او خدمت دا دی چې یاد شوي مشکلات له یاده ونه باسي. اوس هم حالات جوړ نه دي او اوس هم غاصبان او ځايي زورواکي لکه وږي ښاماران له غور او فشه نه دي لویدلي.

د کډوالو راتګ حتمي دي، خو هم یې ګټې تصور کیدای شي او هم زیانونه.

ډیری کډوالو بیرون  پانګونې کړي چې راځي نو له پانګو سره به راځي او که دلته ورته شرایط برابر شي نو له یوې خوا به په وطني تولیداتو کې اضافه وشي او له بلې خوا به د بیکارۍ د ګراف په راټيټیدو کې اغیزمن ثابت شي. خو که خدای مکړه، حقوق یې خوندي نشي، پخوانۍ کیسې تکرار شي نو د دې امکان شته چې عُقده من شي، دوی به بیرته له وطن څخه د کډوالي چانس ونلري. مجبور دي همدلته پاتې شي  او د خپلې عُقدې د سړولو لپاره په داسې لارو چارو لاس پورې کړي چې هم خپل ژوند په خطر کې واچوي او هم د نورو.

ولسمشر ته په کار ده چې د کډوالو په نوم جوړیدونکي ښارګوټي تر خپل ټینګ نظارت لاندې وویشي، د تیر حکومت په څیر نشي چې څو محدود ښاماران ورته خولې خلاصې کړي او خپلو نه ډکیدونکیو ګیډو ته یې ښکته کړي، دا ښاماران خو اوس هم سرې سترګې ګرځي.

سرخط ورځپاڼه ــ نننۍ ګڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *