تاند- د امریکا د کانګریس غړیو کانګریس ته یوه طرحه وړاندې کړې چې پر اساس یې له کانګریسه غوښتل شوي چې پاکستان د تروریزم د ملاتړ کوونکي هیواد په لیست کې شامل کړي.
د دې طرحې پر اساس د امریکا ولسمشر بارک اوباما باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې له تروریزم سره د پاکستان د ملاتړ د تور په باب کانګریس ته راپور وړاندې کړي.
دا طرحه د جمهوریپال ګوند دوو غړیو دانا روهرابکر او تد پو وړاندې کړی چې لومړنی د کلیفورنیا او دوهم د تکساس استازی دی.
ښاغلی پو په عین حال کې په کانګریس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د جرګه ګۍ ريیس دی.
ده ویلي چې پر پاکستان باور نه شي کېدای ځکه چې په کلونو یې د امریکا د دښمنانو پالنه او ساتنه کړې ده.
تد پو همداراز ویلي«هغه وخت راغلی چې پاکستان ته نور د خپلو خیانتونو په خاطر انعام ورنه کړو.»
پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې، په ظاهره ځان د امریکا متحد معرفي کړی خو د امریکايي او افغان چارواکو په وینا کره اسناد شته چې پاکستان د هغو تروریستانو ملاتړ کوي چې په افغانستان او هندي کشمیر کې جنګېږي.
پاکستان په خپله هم په وروستیو کې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د مشرانو موجودیت نه ردوي خو وايي، که پاکستان پر هغوی فشار راوړي د طالبانو شورا او قوماندې مرکز به ایران ته ولېږدي چې بیا به له کنټروله وتلی وي.
خو له دې سره سره په وروستیو کې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی او دا هیواد تر بل هر وخت ځان په نړیواله ټولنه کې زیات منزوي احساسوي.
تېره میاشت د امریکا حکومت پاکستان ته د۳۰۰ ملیون ډالره مرستې له ورکولو انکار وکړ.
تر دې وړاندې د سرطان په میاشت کې د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د پاکستان د پالیسۍ په باب په ځانګړې غونډه کې سناتور مټ سامن په زغرده وویل چې د تېرو لسیزو تجربو وښودله چې پاکستان د امریکا له پیسو او وسلو په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو او دیپلوماتیکو هڅو پر ضد کار اخیستی دی.
this is true;united state gave millions doller to pakistan,and in pakistan are thousands Islamic schools which produce terorists for afghanistan,india,Bangladish andfor all world .
fuckistan is faktory of terorism.
united nation must bring political and economical pressure on pakistan.
or pakistan become part of india,and remove pakistan name from world map.
thank you
دا بو. دبر شه اقدام دى خوًجى وشي