تاند – نن په کابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د سولې هوکړه لیک د دولت له خوا د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر او د اسلامي ګوند د یوه استازي انجنیر امین کریم ترمنځ وروسته له هغه لاسلیک شو چې د اسلامي ګوند د استازو په شمول د غونډې ټول برخه وال د افغانستان مقدس ملي سرود ته د درناوي په نیت ودرېدل. د افغانستان ملي سرود د الله اکبر په سپیڅلیو کلیمو ښکلی کړای شوی دی.‌

ښاغلي اتمر له ولسمشر  اشرف غني، د سولې د شورا د رییس پیرسیداحمد ګېلاني او نورو هغو کسانو نه مننه وکړه چې له اسلامي ګوند سره یې سولې کولو ته لاره هواره کړه او د اسلامي ګوند د غړو له خوا د سولې له پروسې د یوځای کېدا له امله یې د هغوی ستاینه وکړه.

اتمر وویل چې د امریکا، روسیې،‌ او فرانسې په شمول ګڼو مطرح هېوادونو ورته ویلي چې که د سولې په برخه کې کومې هوکړې ته ورسېدئ، موږ به ستاسې ټولې غوښتنې ومنو او هغه بندیزونه به لیرې کړو چې تاسو یې غواړئ. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو یې هم ملاتړ وکړ.

د سولې د تړون د لاسلیک دغونډې برخه وال ملي سرود ته د درناوي لپاره ولاړ دي
د سولې د تړون د لاسلیک دغونډې برخه وال ملي سرود ته د درناوي لپاره ولاړ دي

د اسلامي ګوند په استازیتوب انجنیر امین کریم وویل، هغوی به د سولې د هوکړې په عملي کولو کې خپل وس وکړي، اساسي قانون به مراعت کړي، او دا چې د بهرنیو عسکرو د اېستلو لپاره به له قانوني لارو مخکې لاړ شي. نوموړي همدارنګه وویل چې ګوند یې له هیچا سره ایتلاف نه دی کړی،‌ او دا چې په سیاسي برخه کې به یې یو شمېر ډلې سیاسي مخالفې او نورې متحدې وي او په ملي ارزښتونو به حساب کوي.‌

بلې خوا ته نن د کابل په شهرنو سیمه کې د سولې یو شمېر مخالفانو د دولت او د اسلامي ګوند تر منځ د سولې د هوکړې پر ضد لاریون کړی وو چې د یاد ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار تغیر شوي عکسونه یې لېږدول او بد یې پرې ویل.‌

په پام کې ده چې د سولۍ له نننۍ موافقې څخه وروسته د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د راستنېدا لپاره روان تیاری چټک کړای شي.

د اسلامي ګوند او دولت ترمنځ‌  د سولې مذاکرات له نژدې دوه کالونو راهیسې روان ول چې وخت ناوخته ټکني کېدل او د حکومت په داخل کې یو شمېر کړیو او په ځانګړې توګه د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو چې د دغه ګوند پخواني مخالفین ول یې مخالفت کاوه خو ویل کیږي چې د ولسمشر غني او د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د ګڼو تماسونو نه وروسته دواړه لوري نننۍ هوکړې ته ورسېدل.‌

10 thoughts on “د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه”
  1. ډیر ښه ټول ملت ته دی مبارک وی، اوس پښتنو ته پکار ده چی په تعر سره کینی او ټول متحد ملت شی. خکمتیار صا حب یو پوه شخص دی او کولی شی چی ملت ښه رهبری کړی. خو با ید دا دیاده ونه باسی چی څوک په راتګ خوشحاله او څوک پری خفه شول. داسی نه چی بله ورخ دیو څو پوستونو لپاره ملت ته شا کړی او خپل تجارت دخلکو په احساسا تو شروع کړی.

  2. دسولی ددغه تړون او لاسلیک په ترسره کیدو سره مونږ ګران اوعزتمند مشرښاغلی ولسمشر ډاکتر صاحب اشرف غنی اوټولو ریښتینو افغانانو ته دزړه له کومی مبارکی وایو.

    ښاغلی اشرف غنی هغه کار په میړانه اوشهامت ترسره کړه، کوم چه ښاغلی کرزی په دولس کالو کی نشوای ترسره کولی.

    ځمونږ سوله او ځمونږ جرګی
    ژوند، ژوند،ژوند

  3. ټول پدی پوهیږو او باور لرو چی سوله یواځینی د حل لاره ده اولس اکثریت چی نا امنی سخت کړولی دی او نور له جګړو ستړی شوی سخت ورته سترګی په لاره دی ولی ځینی کړی ددی پروسی مخالفت کوی . هغوی چی د سولی مخالف دی یا خو یی هغه ګټی چی د جګړی له دوام څخه ددوی جیبونو ته روانی وی له خطر سره مخامخ شوی او یا هم و لږ تعداد تش په نوم روڼ اندی ددی لاری کوشش کوی چی ځان د خلکو ترمینځ مطرح کړی. دوی دواړه ډلی د عامو خلکو ستونزو ته پام نه کوی چی هره ورځ په مختلفو نومونو کړول کیږی.
    زه د سولی هوکړه لیک چی د ښاغلی حکمتیاراسلامی ډلی سره امضا شود مثبت ګام په نظر ګورم او دعا کوم چی دا دیوی دایمی او سرتاسری صلح لپاره پیل وی.

  4. الله رب العزت دی دا صلح په خیر او زموږ ملت او اسلامی امت ته مبارکه او په ټول اسلامی امت او ټول بشریت حاکم وګرځوی او خدای جل جلاله دی انحصار ،خودبینی خود پسندی او جاهلی تعصباتو له تعفن نه زموږ اداری پاکی او د خدمت او خیر وړتیا یی دملت او بشریت لپاره لوړه کړی کوم چه دا ملت تقریبا ۳۸ کاله تری محروم دی

  5. هیواد پالنه ــ له هیواد سره مینه له کورنۍ پیل کیږي۰ هغه چې خپلې کورنۍ ته درناوئ لري، نوهیواد چې دوهمه مور ده، خامخا ئې درناوئ لري۰ او د سر په بیه ئې د ساتلو اوخپلواکي په انډ کې وي۰هغه چې کلونه ئې بې قانوني وکړه او په بیت المال ئې لکه داړونکي لیوان ګونډې ووهلې، نن ورځ ښه په ښکاره افغان ته څه چې ټولې نړۍ ته مالوم شول چې د دې حرصناکو ګدایانو اوهیواد پلرونکوو د افغان د ماشوم په سپیره مخ د خندا زیړې وړانګې ندي پیرزو۰ او بیخبره له دې چې د انصاف سوله که ژر وي که په ځنډ هرومره راتلونکې او بریالۍ ده ۰
    هیله ده چې د درانو او قدرمنو طالبانو سره هم د سولې خبرې وشي، تر څو هغه نیکمرغۍ چې زمونږ ځوانان ئې په پردو هیوادو کې لټوي، په خپل خواړه وطن کې ور نصیب شي۰
    د یوې سوکاله افغانۍ ټولنې په هیله۰

  6. زه ده افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د یوالي، ملاتړ کوم او رب تعالی دې په ټول هیواد کې سوله ټینګه کړي۰ او الله «ج» دې منافقین(غله، متعصبه، مافیاوې، فسادیان، پردیپال) د انسانیت او انصاف په لاره روان کړي۰

  7. موږ سولی ته ضرورت لرو هغه چه دهر چا په وجود کی راتلی شی هر کلی کوو موږ ته شخص مهم نده موږ ته لاسته راوړنی مهمی دی چه ملت ور باندی راضی وی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *