تاند – پاکستاني رسنیو چې د دغه هېواد د استخباراتي ماشین تر کلکې څارنې لاندې فعالیت کوي له هند سره د وروستي تاوتریخوالي په درشل کې پردۍ الوتکې د خپلو الوتکو په توګه نندارې ته وړاندې کړي دي.

سوات نیوز چې ویل کیږي چې د پاکستان د حکومت یوه پلوي خپرونه ده د سپتمبر په ۲۱مه د امریکا د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د اېف ۱۶ الوتکو عکسونه یې د پاکستاني الوتکو په نامه خپاره کړي دي او لیکلي يې دي چې دغه الوتکې په پاکستان کې په یوه موټروی باندې د تیارسۍ په حالت کې ناستې دي.

د الوتکو اصلي عکس چې ښیي چې امریکا او جنوبي کوریا پورې مربوطې دي
د الوتکو اصلي عکس چې ښیي چې امریکا او جنوبي کوریا پورې مربوطې دي

د پاکستان او هند تر منځ چې له لسیزو راهیسې یې اړیکې تودې سړې کېږي په وروستیو وختونو کې وروسته له هغه خړپړتیا زیاته شوه چې هند وویل چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا حمایه کېدونکیو ترهګرو ډلو د پاکستان له سرحد سره نژدې د هند په یوه نظامي مرکز په حمله کې ۱۸ تنه هندي عسکر ووژل.

هند له دې پېښې وروسته خپل پوځ ته د تیارسۍ امر وکړ او هندي چارواکو وویل چې که پاکستان بله داسې کړنه وکړي پاکستان به دوه ټوټې کړي او بلوچستان به ترې خپلواک کړي.

ویل کیږي چې د افغانستان، هندوستان، بنګله دېش او په ځینې مواردو کې د ایران په شمول په ګڼو نژدې او لیرې هېوادونو کې د ترسره شویو ترهګریزو پېښو ریښې په یو نه یو شکل له پاکستان سره تړلي دي، او هم اکثر لوی او مشهور ترهګر په دغه هېواد کې نیول شوي یا وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *