تر ټولو مخکې جګړه ځپلي افغان ولس او په ځانګړې توګه د اسلامي ګوند غړو ته چې د افغانستان د دولت د سولې غږ ته یې مثبت ځواب ووایه مبارکي ورکوم، او بیا غواړم چې د سولې د موافقې له لاسلیکولو څخه وروسته د حزب اسلامي پلویانو ته څو مشورې ورکړم.
په احساساتو چا ته څه لاس ته نه ورځي، چیغې وهل ګټه نه لري، مرده باد او زنده باد نه څوک ژوندی کولی شي او نه یې مړکولی شي. کبر او غرو نه دی په کار، دلته هرچا قربانۍ ورکړي دي، د شوروي یرغلګرو په وړاندې ټول ولس مبارزه کړې ده.
ګټه په دې کې ده چې تر هر څه لومړی دا هیواد راجوړ او په خپلو پښو ودروو، د نورو سره یې سیال کړو او خلک مو په ځان بسیا شي، د هېواد لوړې ګټې باید ترهرڅه لومړیتوب ولري، هوښیار ملتونه تل له جګړو او کړکیچونو څخه ځان ساتي، له همفکرانو څخه یې باید زده کړئ; مصر، ترکیه، مراکش، تونس، سوډان. هغوی خپل ځانونه قرباني کړل خو خپل هیوادونه یې له جګړو وساتل.
دا عصر د ټکنالوجۍ عصر دی، هغه څوک پیاوړی او هغه هیواد ځواکمن دی چې په معاصره ټکنالوجۍ سمبال وي، اقتصادي وده یې ښه او چټکه وي، فساد په کې نه وي او د یو واحد ملت په توګه ژوند کوي. د اسلامي ارزښتونو تر څنګ ملي ارزښتونو او عرف ته هم ځانګړې پاملرنه په کار ده، زمونږ ملي بیرغ، ملي سرود او خپلواکي زمونږ ملي ارزښتونه دي او باید د سرو کرښو په توګه یې ومنو.
راځئ چې هر یو له ځانه مفتي او قاضي جوړ نه کړو، راځئ ژر قضاوت ونه کړو، راځئ تور او سپین ویل پریږدو، د څښتن تعالی کاینات ډیر ستر دي، څومره چې ستر دي هومره لویه سینه او لوی فکر په کار دی، دې هیواد کې هر څوک په یو نه یو ډول زوریدلي دي. نوی نسل باید په نوي فکر وروزل شي، د شمشتو او ورسک د وضعیت تکرار ښایي بل ډول نتایج ولري، هغه جلا وخت و او دا جلا، هغه بل هیواد و دا خپل هیواد دی، لومړی باید په ګډه خپل کور جوړ کړو، په یو ټغر سره راټول شو یو بل ته لاس ورکړو، د جګړې عوامل په ګوته کړو، د حل لپاره یې په ګډه حل لارې ولټوو، عملي میدان ته راودانګو او د جګړې د عملې پای ته رسولو لپاره د عمل میدان ته راوځو.
رښتیا بیا هم د ورورۍ یوه هیله د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او دوی ټولو ته د خپلو مسلمانو ورونو په سترګه وګورئ، د افکارو تنوع باید د دښمنۍ په معنی نه وي، د لاس پنځه ګوتې هم یو ډول نه دي. ستاسو ګوند (اسلامي حزب) افغانستان شموله ګوند دی، له دې امتیاز نه ګټه واخلئ په ټول افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره په حرکت شئ، د دې هیواد د ټپونو په مرهم کولو پیل وکړئ، هر کلي او چم ته ولاړ شئ له خلکو سره کښینئ د جګړې د ناوړه پایلو په اړه ورسره وغږیږئ د سولې د ستر ارمان د پوره کیدلو لپاره ټول ملت سره راغونډ کړئ، د کرکې پر ځای مینه خپره کړئ.
په افغانستان کې د پراخې سولې د عملي کېدا په هیله!