(۹ برخه)

د مونوګراف د موضوع (عنوان) ټاکل:

د مونوګراف عنوان بايد د ټولې موضوع نماينده ګي وکړي او د محتوا او منځپانګې له مخې له ټول متن سره معنوي تړاو ولري.

د عنوان د لوی سرليک الفاظ بايد کم وي او که د عنوان د الفاظو په کمولو د عنوان معنا ته زيان پيدا کېږي، نو ښه داده چې الفاظ بايدکم نه شي د عنوان له الفاظوڅخه د موضوع محتوا څرګندکېداى شي.

د څېړنېزو موضوعاتو سرليکونه د تخليقي موضوعاتو له سرليکوو سره کاملاً توپېر لري.

ځينې داسې شعري ټولګي او يا منثوري مجموعې شته دي چې د سرليک په لوستلو يې نشو څرګندولى، چې شعري ټولګه ده او که نثري ټولګه ده. په نثري ټولګو کې داسې نمونې هم شته، چې له سرليکونو يې دا نه شو ثابتولى چې ناول، رومان او که لنډه کيسه ده، خو د تخليقاتو برعکس د تحقيقاتو سرليکونو ښکاره، واضح ، څرګند او د اصلي متن سره يې معنايي رابطه وي.

د کميت په لحاظ د څېړنې کالبونو ته بايد بېلابېل سرليکونه (عنوانونه) ورکړل شي.

د (مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن) لويوالى او پراخوالى ځينې وخت سره توپېر لري نو له همدې امله د سرليکونو په انتخاب کې بايد دقيق اوسو.

د يوې تحقيقې مقالې لپاره بايد محدود عنوان انتخاب شي، خو د ډيزرټيشن لپاره بايد لوى او پراخ عنوان غوره شي.

د يو ښه څېړونکي د تحقیقي موضوع عنوان دې د اصلي متن نماينده ګي وکړي او دسرليک په لوستلو کې بايد د اثر تصوير مخې ته راشي.

ډېر داسې کتابونه شته دي چې عنوان يې د منځپانګې سره معنوي تړاو نه لري، د شير افضل خان بريکوټى (د پښتو شعر و ادب تاريخ) تر سرليک لاندې يو اثر ليکلى دى، د دې اثر سرليک د منځپانګې سره پوره رابطه نه لري. سرليک یې ډېر پراخ او لوى دى او د کميت په لحاظ د پښتو ادبياتو (لرغونې، دويمې او درېيمې) دورې د شعر او ادب پر تاريخ بايد بحث ولري، چې د لرغونې دورې او درېيمې دورې ادبياتو بحث په کې په نشت حساب دى، څېړونکى بايد هېڅ کله د يو اثر لپاره داسې موضوع انتخاب نه کړي، چې عنوان دې نيمګړتياوې ولري. بايدچې څېړنه د خپل عنوان سره مطابق او عنوان د څېړنې سره موافق وي، هسې نه چې د موضوع عنوان يو شى او څېړنه د بل شي نه حکايت وکړي.

څېړونکى بايد داسې سرليک انتخاب کړي چې ډېر اوږد نه وي او د څېړنې د اصلي روح او موضوع سربېره د نورو موضوعاتو د معناګانو تعبيرورنه واخيستل شي، داسې سرليکونه چې د يو معنا سربېره نورې معناګانې هم ولري د لوستونکي د ستومانۍ سبب کېږي او لوستونکى د کتاب د اصلي متن د ليدلو پرته نه شي ثابتولى، چې د اثر اصلي موضوع څه ده.

د څېړونکي (محصل) له خوا د موضوع انتخاب:

دا يوه کاميابه او سمه طريقه ده، چې موضوع بایدله څېړونکي له خوا انتخاب شي، ځکه چې څېړونکى اومحصل د خپلې موضوع د څېړنې خاوند وي، د تحقيق ټولې ښېګڼې او بد ګڼې، کاميابي او ناکامي د محقق پر غاړه ده.

که څېړونکى موضوع خپله غوره کړي، نو د څېړنې پر ټولوجزياتو او د کار ټولې لارې چارې به ورته ښکاره وي.

کومه موضوع چې د څېړونکي له خوا غوره کېږي، حتماً به ورسره مينه، علاقه او علمي صلاحيتونه به په کې لري، د موضوع اړوند اصلي او فرعي منابع او مواد به ورسره موجود وي.

څېړونکى دې د موضوع په غوره کولو کې له ډېر پخوا څخه په ذهن کې يو فکر ولري، چې د ليسانس دورې په پاى کې (فلانۍ) موضوع د مونوګراف لپاره غوره کوم او د ماسټرۍ او ډاکټرۍ لپاره هم بايدځينې فرضي موضوعات له ځانه سره ولري.

که چېرې يو محصل د مونوګراف د موضوع د انتخاب لپاره تصميم ونه لري او په دې اړه فکر ونه کړي او د څلورکلنې دورې په پاى کې د موضوع د انتخاب په فکر کې شي، نو داسې محصل ژر موضوع نه شي پيدا کولى او که پيدا يې هم کړي، کارونه به يې سم پرمخ لاړ نه شي.

د څېړنې د موضوع په انتخاب کې محصل خودمختاره دى، خوکه چېرې د ځينو باصلاحيته علمي او اکاډميکو شخصيتونو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو چې څېړنه يې ښه پرمخ لاړه شي بده به نه وي.

په ځينو وختونو کې په تعليمي او تحقيقي مرکزونو کې د تحصيلي ډګر يو او علمي درجو لپاره د مونوګرافونو، تيزسسونو، ډيزرټشنونو او د تحقيقي رسالو موضوعات په عام ډول د لارښود استاد په خوښه او يا د هغه سره په مصلحت انتخابېږي، دا روش څېړنپوهان بريالى نه بولي او عقيده لري چې د يوې بريالۍ څېړنې لپاره په کار دي، چې خپله څېړونکي ته دا موقع ورکړل شي چې له خپلې خوښې سره سم د څېړنې موضوع پيدا کړي. (۲۷: ۱مخ)

که چېرې يو ځوان ته وويل شي چې د فلانۍ نجلۍ سره مينه وکړه؟ که چېرې د ځوان خوښه نه وي، آيا دا مينه کېداى شي؟ هېڅکله هم نه شي کېداى، مينه په خپله خوښه کېږي، نه د بل په خوښې.

دغه شان څېړونکى بايد د څېړنې موضوع سره د زړه مينه ولري او هېڅکله د بل په خوښې موضوع غوره نه کړي، ځکه چې د څېړنې ټولې ښېګڼې او بدګڼې د محقق پورې اړه لري او د ښې څېړنې په سبب نېک نامه او د بدې څېړنې په سبب بدنامه کېداى شي او هېڅکله د څېړنې د موضوع نيمګړتياوې د هغه چا پر غاړه نه اچول کېږي، چې څېړونکي ته يې موضوع غوره کړې وي، بلکې هره خوبې او نيمګړتيا يې د اصلي محقق پر غاړه وي.

د لارښود له خوا د موضوع انتخاب:

د موضوع د انتخاب او غوره کولو حق د څېړونکي دى او کومه موضوع چې د څېړونکي له خوا انتخابېږي، حتماً به ورسره مينه، علاقه اوعلمي صلاحيتونه به لري. لارښود استاد محصل ته سلا مشورې ورکولى شي، د موضوع د غوره کولو حق ترې نه شي اخيستلى.

هر محصل د ځان لپاره ښه موضوع نه شي پيدا کولى. هغه محصل د موضوع په انتخاب کې کامياب وي چې ډېره مطالعه ولري او د څېړنې سره بلد وي.

 دا هم کېداى شي چې د لارښود استاد سره ډېرې داسې ښکلې، نوې او له ابتکاره ډکې موضوعګانې وي، چې څېړنې ته يې اړتيا ليدل کېږي.

محصل کولى شي، د لارښود په موضوعګانو کې يوه داسې موضوع انتخاب کړي، چې د څېړنې کولو توانايي پرې ولري.

بيا هم د څېړنې د موضوع غوره کول د څېړونکي پورې اړه لري او لارښود استاد بايد د تحقيق لپاره موضوع په محصل باندې تحميلي نه کړي او پرېږدي چې محصل په خپله خوښه د استاد په موضوع ګانو کې يوه موضوع انتخاب کړي.

د هغه لارښود استاد سره نوې او له ابتکاره ډکې موضوعګانې زياتې وي، چې مطالعه يې زياته وي، ډېر اثار يې مطالعه کړي وي او د تحقيق په ډګر کې ډېر کار او تحقيق يې کړی وي.

نن چې اکثره محصلان دا توانايي نه لري چې د مونوګراف، تېزس اوډيزرټيشن لپاره يوه ښه موضوع پيدا کړي، دليل يې دا دى چې مطالعه نه لري، لارښود استاد باید محصل ته دموضوع په هکله مشوره ورکړي او دى ته یې تشويق کړي چې د موضوع د پيدا کولو او څېړنې لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان اکثره مونوګرافونه تکراري، خسته ګي او د څېړنې څرک په کې نه ښکاري او په فرهنګ کې د څېړنې تر نامه هېڅ ارزښت نه لري، بيا هم محصل د څېړنې له اساساتو ناخبر او ډېره مطالعه نه لري.

نور بیا……………………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *