د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې هرکلی وکړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي نن /پنجشنبه/ د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب د سولې د موافقې د لاسلیکېدو د هرکلي ترڅنګ وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د خبرو اترو او دیالوګ له لارې ترلاسه کېدای شي.

14434980_966638633446625_3826745516508144862_oد امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، چې حان کیربي خپره کړې، همداراز ویل شوي«د امریکا متحد ایالتونه به د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي چې په نتیحه کې یې وسله والې ډلې له جګړې او تشدده لاس واخلي، د ښځو او اقلیتونو د ساتنې په شمول د افغانستان اساسي قانون ومني.»

په اعلامیه کې دغه راز راغلي«موږ د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې په ترلاسه کولو کې د افغانستان د حکومت د هلوځلو ستاینه کوو، او د افغانستان د شخړې د بیخي پای ته رسېدا هیله لرو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *