زموږ او ستاسي په نړۍ کي ډېری کیڼ لاسي کسان سته، دا چي ولي یو څوک کیڼ لاسی سي؟ سبب یې د محیط او جینونو ترمنځ مختلطي اړیکي دی، پلټونکو موندلې هغه کسان چي ډېر وخت په کیڼ لاس کار کوي نسبت راسته لاسو کسانو ته بېل د مغزو وایرینګ لري.
د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ په زړه پوري حقایق:
- د نړۍ ۵-۱۰ ٪ سلنه کسان کيڼ لاسي دي.
 - د کیڼ(LEFT) کلمه دanglo-saxon د (lyft) ويي څخه اخیستل سوی ویی(لغت) دی چي د مات سوي یا کمزوري په معنی دی.

 - کیڼ لاسي کسان ډېر کله د دماغ د ښي طرف څخه ګټه اخلي.
 - په امریکا کي ۳۰ میلیونه کسان په چپه/کیڼ لاس خورک کوي.
 - د متحدو ایالتونو څلور ولسمشران کیڼ لاسي وه.
 - کيڼ لاسي کسان د نورو په نسبت ۳ ځلي زیات د شرابي کیدو میلان لري.
 - کیڼ لاسي کسان په ټینیس،لامبو او سوک وهلو کي ښه وي.
 - کیڼ لاسي کسان د خپلو ښي/راسته لاسو همغاړو په نسبت ۲۶٪ ډېره شتمني لاسته راوړی سي.
 - په پخوا کي کیڼ لاسي والی د یاغیتوب،شیطان نښي،عصبي لیونيتوب،تندلاریتوب نښه ګڼل کېده او همدا ډول جرم او همجسبازۍ ته د میلان نښه وه.
 - په پیشوګانو،موږکانو او مږو کي هم کيڼ لاسي او ښی لاسي (کیڼ پنجه او ښی پنجه )سته.
 - ډیري هغه ښځي چي تر ۴۰ کلنۍ وروسته حامله کېږي،شاید کیڼ لاسی بچي وزېږوي.
 - د آپولو(د امریکا د هوايي بېړیو لړۍ) یو هوانورد هم(asrtonaut) کیڼ لاسی وو.
 - کیڼ لاسي کسان د حساسیت او نفس تنګۍ په وړاندي ډېر حساس دي.
 - کیڼ لاسي کسان په ریاضیاتو او انجینرۍ کي ډېر پیاوړي دي.
 - تر ټولو اوږد لغات په کیڼ لاس کارولو سره لیکل کېږي.
 - کيڼ لاسي ښځي ۶ میاشتي وروسته بلاربښټ ته میلان ښيي.
 - یوه نوې څېړنه ښيي چي که کيڼ لاسي کسان خپل کيڼ لاس زخمي کړي نو ډېر ژر به په راسته لاس سره عادت سي.
 - ملکه الیزابیت ۲ ،مور یې او شهزاده چارلیس او ویلیام کيڼ لاسي وه.
 - کیڼ لاسي کسان اکثره د بویولو د حس د نه شتون څخه کړېږي.
 - اساما بن لادن او د نړۍ مشهور قاتلین او تښتونکي (بوسټن سټرینګلیس او جاک )کيڼ لاسي وه.
 - د کیڼ لاسو کسانو د کيڼ لاسي والي لمانځني نړیواله ورځ د اګسټ ۱۳ مه ده.
 - کیڼ لاسي کسان نسبت راسته لاسو کسانو ته ډېر جذباتي،او ژر قهرېدونکي دي.
 - کیڼ لاسي نسبت ښي لاسو ته تر اوبو لاندي ښه لیدل کولای سی.