تاند- چین د پنجشنبې په ورځ /سپټمبر۲۲/ د جینونو لومړنی بانک، چې په نړۍ کې تر ټولو ستر جنیټیکي مرکز دی، پرانیست.
د چاینا ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه بانک کې، چې د چین د ګوانګ دونګ ایالت په شین جین ښار کې جوړ شوی، د جینونو ملیونونه ډولونه ساتل کېږي او ټاکل شوې ده چې په دغه مرکز کې په سلګونو ملیون جینونو باندې ازمېښتونه او څېړنې وشي.
چینايي ساینسپوهان غواړي چې د دغه بانک د جینونو شمېر ۳۰۰ ملیونو ته ورسوي.
د چاینا ډیلي د راپور له مخې، دا د امریکا، بریتانیا او جاپان د جینونو له مرکزونو وروسته څلورم مرکز دی چې د جین پېژندنې په برخه کې پرانستل کېږي خو تر مخکینیو ۳ مرکزونو ستر دی.
د دغه بانک ريیس یونګ هونګ وايي، په چین کې د جینونو دا ملي بانک په نړۍ کې ساری نه لري. ده دغه راز وویل چې غواړي د جینونو له دغه بانک څخه د ګوګل د پلټونکي (سرچ ماشین) په شان معلومات نړۍ ته خپاره کړي خو د ګوګل خلاف به د دغه مرکز معلومات یا داتا یوازې د ژوند د علم، روغتیا او طب په برخه پوري محدود وي.