تاند- د کاناډا لومړنۍ افغان الاصلې وزیرې مریم منصف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستیو کې په دې خبره شوه چې اصلاً په ایران کې زېږېدلې ده.
مېرمن منصف، چې د کاناډا د واکمن لیبرال ګوند د دیموکراتیکو ادارو وزیره ده، وايي چې دې او دوو خویندو یې هیڅکله د ایران تابعیت نه دی اخیستی او تل یې ځانونه افغانان بللي دي، خو دا له خپل افغانستانه ۲۰۰ کیلومتره لېرې د ایران په مشهد کې زېږېدلې ده.
منصف دا خبره د خپلې کورنۍ او اصلي هیواد په اړه د کاناډا د ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د یوه راپور په ځواب کې کړې ده.
مېرمن منصف، چې د ۱۹۸۵ م کال د نومبر په اوومه زېږېدلې، وايي، کورنۍ یې په ځلونو افغانستان ته بېرته تللې او شرایطو مجبوره کړې چې بېرته مهاجره شي.
دا وايي، مور یې د دې د پلار او نورو مسلو په اړه خبرې ورسره نه دي کړي ځکه چې ټولې دردوونکې وې.
اغلې منصف لیکلي«ما او زما خویندو له خپلې مور څخه وپوښتل چې ولي یې موږ ته نه دي ویلي چې په ایران کې زېږېدلي یوو. هغې راته وویل، فکر یې نه کاوه چې دا دې اهمیت ولري. موږ افغانان وو، ځکه چې مور و پلار مو افغانان دي، او د ایران د قوانینو پر اساس، موږ هیڅکله ایرانیان نه شمېرل کېدو او نه یې تابعیت راکاوه. ایران هغه چا ته چې په دغه هیواد کې وزېږي، تابعیت نه ورکوي.»
دې همداراز ویلي چې کورنۍ یې په ایران کې د اوسېدو په مهال په غیرقانوني ډول اوسېده ځکه چې مهاجرت نه و ورکړای شوی او په خپل هیواد کې د بد امنیتي وضعیت کیله د دې کورنۍ افغانستان ته بیا بیا تله راتله.
مریم منصف په ۱۹۹۶ م کال، چې دا ۱۱ کلنه وه، کاناډا ته مهاجره شوه او د دغه هیواد په پیټربرا کې مېشته شوه.