نن دروان لمریز کال د تلې په اوله د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو . د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند د دې هوکړې تود هرکلی کوي او په هیواد کې د تلپاتې سولې په لیار کې یې یو ستر او اغیزمن ګام بولي .
سوله زموږ د هیوادوالو تر ټولو ستره غوښتنه او اړتیا ده . موږ په هیواد کې د سرتاسري سولې د تامین لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغان حکومت د تیرو دوه کالو پرله پسې هلې ځلې ستایو . هیله ده چې د محترم ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي حزب سره د سولې د تړون تطبیق به په هیواد کې د سرتاسري سولي لپاره زمینه مساعده کړي .
موږ ټولو هیواد والو ته ددې تاریخي پریکړې مبارکي وړاندې کوو او هیله لرو چې پدې تاریخي پړاو کې به ټولې خواوې خپل ملي رسالت سر ته ورسوي تر څو په هیواد کې د بشپړ امنیت ، سیاسي او اقتصادي ثبات او نیکمرغه آینده لپاره زمینه مساعده شي .
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي زموږ خپلواکي ، ملي حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا