د ګوګل او فېسبوک ترڅنګ (AT&T) کمپنۍ هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته د غښتلي انترنیټ د رسولو لپاره هڅې پیل کړي دي.
د (AT&T) کمپنۍ د انترنیټ د خورا تېزولو لپاره یوې نوې شېوې ته انکشاف ورکړی دی.
په دې شېوه کې د برېښنا د ستنو او ځانګړو رېلې ګانو په وسیله چټک ګېګابایټي انترنیټ بېلابېلو سیمو ته په بې سیم یا وایرلیس ډوله لېږلی کېدای شي.
دا نوې پروژه، چې (AirGig) نومېږي، حاضردمه د ازمېښت په پړاو کې ده او (AT&T) کمپنۍ تراوسه پوري د دې پروژې د پیلولو دقیقه نېټه لا اعلان کړې نه ده.
خو ګومان کېږي چې دا سیستم به لومړی په کلیوالي سیمو کې وازمویل شي.
د (AirGig) پروژه انتنونه د برېښنا له مزو سره نښلوي او د ملي متري څپې له یوې فریکوینسۍ بېلابېلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته د ګیګابایټي انرتنیټ د خپرولو لپاره کار اخلي.
(AT&T) کمپنۍ ویلي چې (AirGig) به تر اوسني ستندرد بې سیم یا وایرلیس انترنیټه څو برابره ارزانه وي.
فېسبوک یو کال پخوا اعلان کړی چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د وړیا انترنیټ د رسولو لپاره به له بې پېلوټه الوتکو کار واخلي.