د پارک په وره کې مې د نجلۍ زیړو ویښتو ته پام شو، لکه موج کړۍ کړۍ و. د هغې سترګې هم داسې ښکاریدې لکه زرغونې اوبه. اسپانیا یې راپه زړه کړه.  په مني کې د مدیترانې د غاړې ونې زیړه لمبه کوي او وړاندې اوبه شنې نه، زرغونې ایسي.

نجلۍ وموسیده. بیا یې څه وویل او په خندا پارک ته ننوته. د پارک په خوله کې مې ټکټ واخیست. شاوخوا مې وکتل، نجلۍ نه ښکاریده.

وړاندې مجسمه ولاړه وه. یوه نه وه دوې وې. د یوې یې سر نه و. لاس مې پرې تیر کړ. څنګ لورې مجسمه د نجلۍ وه. هغې خندل. سر پرې کړې مجسمه د سړي وه. سر یې داسې غوڅ شوی و لکه په تبر چې دې ونه پرې کړې وي.

له څو ګامه لرې مې مجسمو ته وکتل. د پارک په نمجنه هوا کې سپینو مجسمو زرغونه رڼا کوله. راپه شا شوم، نور هم راپه شا شوم. شاته مې د بوټونو د ټک ټک غږ شو. ورته ومې کتل. یوه نجلۍ وه، زیړ ویښته یې وو زرغونې سترګې یې وې، خندل یې همهغسې یې خندل لکه د سرپرې کړې مجسمې مخې ته ولاړې مجسمې. ما مخ ترې واړاوه، دا تیره شوه.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *