په کندوز ښار کې د داوود خان د جمهوریت په دوران کې د هندوانو او سیکانو په شلګونو کورنۍ اوسېدلې چې د جګړو او ناامنیو له زیاتېدو وروسته اکثره کابل او بیا هند ته ولېږدېدلې. په هغه وخت کې د کندوز اکثرو هندوانو او سیکانو د ښار په مرکزي سیمه کې د بنجارې دوکانونه لرل. د یوه نیم یې د طبابت دوکان و او ځینو نورو به یې په پیاده رو کې ټوکر غوړولی و، له بادیان و سپېرکۍ رانیولې تر پاکستاني عطرو پورې مختلف څیزونه یې خرڅول.

د ښار اوسېدونکي وایي چې د جهاد په کلونو کې هم د دغو خلکو کاروبار مخ په بره روان و. د پیاده رو وال یې ورو ورو د دوکانونو څښتنان شول. د ډاکتر نجیب په وخت کې د ښار د هندو او سیکو کورنیو شمیر تر سلو زیات و. البته، ژوند یې له مشکلاتو خالي نه و.

د تنظیمونو قوماندانانو به یې درمسال ته رقعې وراستولې، مرستې یې ځنې غوښتې. یوه سړي چې هغه وخت یې د خپل قوماندان رقعه معبد ته وړې وه، راته ویل چې د معبدروحاني مشر د توشک پیڅه واړوله، ګڼ لیکونه یې راوښودل، ویې ویل ، وار به کوئ، رقعې بېخي ډېرې دي.

دغه راز د جهاد په کلونو کې یو شمېر هندوان او سیکان په مختلفو پېښو کې ووژل شول. د دوی زلمو د نورو وطنوالو غوندې د اوږدې او وژونکې عسکري له لاسه ځواني په غم او وېره کې تېروله.

رام چند هندو د کندوز د هندوانو او سیکانو مشر و. دی د کلي د ملک په څېر د خپلو خلکو او حکومت تر منځ رابط و، خو ملک یا ارباب نه بلکې کلانتر بلل کېده. کلانتر ږیره برېت خرېیل، د اپرېدو غوندې یې د مزریو جګه خولۍ پر سروله. رام چند اجتماعي سړی و. پر دوکان به یې د کندوز سپین ږیري ناست وو. په ۱۳۸۷ کال کې مې، چې د طالبانو دوران و، په کندوز کې د کلانتر پوښتنه وکړه. راته وویل شول :« دلته یې اوس نه کور شته، نه دوکان، په جلال اباد کې اوسي. په نوروز کې کندوز ته راغلی و، ږیره یې پرې ایښې ده.» په همدې کال مې له خپل پلاره واورېدل چې کلانتر به اوس شاید نوي کلن وي.کلانتر کابو لس کاله نور هم په جلال اباد کې ژوند وکړ او هماغلته ومړ. د ده زامن په هند کې دیره دي.

د ډاکتر نجیب د حکومت له ړنګېدو وروسته چې د کندوز ښار امنیت ګډوډ شو، د دغه لږه کي کورنۍ مجبورې شوې چې کورونه او دوکانونه وپلوري، ځانونه وباسي. د دوی د لږ تر لږه یو شمېر کسانو جایدادونه د جبر او ګواښ له لارې په ارزانه بیه اخیستل شوي دي.

د طالبانو په وخت کې مې په کندوز کې څو کسه ګوته په شمار سیکان ولیدل چې څړه اوسېدل. د طالبانو د حکومت له ختمیدو وروسته ځینې سیکان او هندوان کندوز ته ستانه شول او شمیر یې ورو ورو کابو شلو کورنیو ته ورسېد خو تیر کال چې کندوز ښار د حکومتي قواوو او طالبانو د جګړې په میدان بدل شو، دوی یو ځل بیا کډه کولو ته ځان مجبور ولید. اوس په کندوز کې هندوانې او سیکانې یا د دوی ماشومان نشته، د لاله دلسوز په شمول یوازې د ګوتو په شمیر لاله ګان لا پاتې دي. دلسوز طبابت کوي، دوه کسه یې یوناني دواګانې پلوري او دوه نور یې د بنجارې دوکانونه لري. لاله دلسوز وایي، نه یوازې ناامني بلکې په مکتبونو کې بد وضعیت هم دوی اړ ایستل چې کورنۍ وباسي. دی د تعلیم د کیفیت له خرابولي شکایت نه کوي بلکې له خپلو بچو سره د ښوونکو او زده کوونکو له بد چلنده شاکي دی. د داوود خان مرحوم په کلونو کې چې ما په کندوز کې سبق لوست، د هندوانو او سیکانو بچو ته په مکتبونو کې خاص مشکل نه جوړېده خو اوږدو جګړو بې ادبي زیاته کړې ده او د هغو کسانو شمېر زیات شوی دی چې د بل چا ځورول ورته بده چاره نه ښکاري.

هندوانو او سیکانو د ظاهر شاه د دموکراسي په کلونو کې یو ښکلی درمسال جوړ کړی و. په درمسال کې به له سیک مذهب سره اړوند د ګروګرانت کتاب لوستل کېده او اورېدل کېده. هندوانو ویل، د کتاب یوازې وروستۍ برخه له دوی سره تعلق نه لري، نور نو د خدای د ذکر کتاب دی او خدای خو د ګردې دنیا دی.

 د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې مې یادېږي چې زموږ له ګاونډي هندو، کرتا، سره څو کسه سیکان وران شول. دغو سیکانو ته ، چې د اختر په ورځ زموږ کور ته راغلي وو، زما پلار وویل:« کرتا ښه سړی دی، جنجال مه ورسره کوئ.» دوی له هغه څخه د شکایت کولو په سلسله کې وویل:« موږ خو سیکان یو، یو خدای منو او کرتا هندو دی، بت پرست دی.»

 په تېرو څلویښت کلونو کې د کندوز ښار هندوانو او سیکانو ډیرې لوړې ژورې ولیدې خو درمسال یې تقریبا هیڅ وخت بند نه شو. البته، اوس هغه وختونه یوه خوب ته ورته ښکاري چې هندوانې او سیکانې به سحر او مازدیګر له کورونو جوپه جوپه راووتې او د درمسال په لور به روانې شوې. درمسال اوس هم پرانیستی دی خو داسې ښکاري لکه د مرغانو چې له خپلې ورانې ځالې زړه نه صبریږي.

هندوان او سیکان د دوکانداري په کار کې ډېر کامیاب وو. دوی د دوکان د سینګار په هنر ښه پوهېدل. زه چې ماشوم وم، په بازار کې به مې د دوی دوکانونو ته په شېبو شېبو کتل.

زموږ د ښار هندوانو او سیکانو اکثره خېښۍ په جلال اباد کې له خپلو هم عقیده خلکو سره کولې. شتمنو یې له کورنیو سره یو ځای د جلال اباد د ژمي ننداره او د ویساک مېله نه هېروله. یوه نیم کس یې په ژمي هندوستان ته سفر کاوه. سیکانو له هندوستان څخه د خپلو ګروګانو(ډېر لوی روحاني پېشوا) او د امرتسر د طلایي معبد رنګین عکسونه او مذهبي کتابونه راوړل. د سیکانو په یوه نیم مذهبي کتاب کې د قرآن کریم بشپړې سورې رانقل شوې دي، ځکه خو به یې خپل کتابونه د مطالعې شوقي مسلمانانو ته زړه ور ورکول. پر سیک مذهب باندې اسلام ژور اغېز کړی دی.

په دوکانداري او یوناني طب کې پر مهارت سربېره د دغو خلکو بېل مذهب، بېل معبد، خاصو هندي خوراکونو، د چوب بازي لوبو، ځانته ژبې، د مېرمنو جامو، او د غم او ښادۍ بېلو دودونو په کندوز ښار کې د ژوند او کلتور له رنګارنګۍ سره مرسته کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *