تاند- د افغانستان د مالیې وزارت وايي، اسیايي پراختیايي بانک د سالنګ تونل د بیارغونې لپاره افغانستان ته ۳۱ ملیون ډالره مرسته کوي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د اسیايي پراختیايي بانک د دې مرستې د اعلانولو په ترڅ کې وویل، په نړیوالو معیارونو د سالنګ تونل جوړېدا د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د پُل په توګه د افغانستان له رول سره مرسته کوي او دغه راز د سیمې په سوداګرۍ او اقتصادي وده کې اغېز لري.

اسیايي پراختیايی بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره ۲ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته کړې چې سړکونه، پلونه، د اورګاډي پټلۍ او نورې پروژې پرې جوړې شوي دي.

اسیايي پراختیايي بانک د سالنګ تونل د ترمیمولو لپاره دا مرسته په داسي حال کې اعلان کړه چې نن /شنبه/ وسله والو طالبانو په شمالي سالنګ کې پر پولیسو برید وکړ چې له کبله یې دا لویه لار، چې د افغانستان په لویو لارو کې نسبتاً خوندي بلل کېږي، څو ساعته بنده شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *