تاند- چین د نړۍ تر ټولو ستر رادیو ټیلسکوپ، چې ۵ کاله پخوا یې کار پرې پیل کړی و، بشپړ کړ او استفاده یې ورڅخه بیل کړه.
دا ټیلسکوپ د چین په جنوب کې د ګوییژو (Guìzhōu) ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې جوړ شوی دی.
د دغه ټیلسکوپ قطر ۵۰۰ متره او مساحت یې د فوټبال د ۳۰ میدانونو هومره دی.
تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو ستر ټیلسکوپ د امریکا د ناسا ټیلسکوپ و چې بې شمېره ستوري، مځکې، اجرام او کهکشانونه یې پرې کشف کړي دي.
چین وايي چې په دې ټیلسکوپ به، چې دوه میاشتې وروسته ورڅخه کار اخلي، په فضايي تحقیقاتو کې ګټه واخلي.
د دې ټیلسکوپ پر جوړولو چین ۱۸۰ ملیون ډالره لګولي. مخکې ویل شوي و چې د دې په جوړولو به ۷۰۰ ملیون یوانه، چې شاوخوا ۱۱۰ ملیون امریکايي ډالره کېږي، ولګول شي.
د دغه ټیلسکوپ د جوړولو وړاندیز په ۱۹۹۴ م کال وشو خو کار پرې په ۲۰۱۱ م کال پیل شو.
دغه ټیلسکوپ له ۴۵۰ درې کونجي ټوټو جوړ شوی دی.